نړیوال خبرونه

د کابل تر ټولو پیاوړی پوهنتون

کاردان له تېرو شاوخوا ديارلسو کلونو راهیسې کاردان پوهنتون د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره وړ او متخصص کدرونه او رهبران روزي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کوي.

په داسې حال کې چې افغانستان د بدلون په مهم او ننګونکي پړاو کې واقع دی، کاردان لا ډېرې هڅې کوي چې افغان ښځينه او نارينه له اوچتو مهارتونو پوهې او د مشرۍ له وړتیاو سره د ټولنې رهبرۍ ته وړاندې کړي. د لا ډېرو بریالیتوبونو د تر لاسه کولو لپاره، کاردان خپل پروګرامونه او خدمتونه د معياري لوړو زده کړو په برخه کې د نوښتګرو لارو چارو پرمټ لا ځواکمن کړي، کوم چې پراختیايي پروګرامونه، د ماسټرۍ په کچه لوړې زده کړې او د پوهنتون لپاره د نړيوال اکاډمیک اعتبار تر لاسه کول پکې شاملېږي..

نور یی ولوله | خلیل‌زاد: د افغانستان وضعیت د امریکا لپاره ښه دی

نور یی ولوله | راتلونکې یکشنبه قطر کې د فوټبال نړیوال جام پېلیږي

د کاردان هلې ځلې

کاردان پوهنتون تر بل هر وخت لا ډېرې هلې ځلې کوي، چې د لوړو زده کړو معيار او کیفیت لوړ کړي، د محصلينو لپاره وړ خدمتونه برابر او د پوهنتون آسانتياوو او بنسټونو ته پیاوړتیا او پراختیا ورکړي. په دې وروستيو کې کاردان په بې ساري ډول له ملي او نړیوالو منل شويو تحصیلي بنسټونو سره د نړیوال کېدو په موخه د همکاريو ګڼ تړونونه لاسلیک کړي دي.

دوامداره هڅې

دغه دوامداره هڅې کاردان ته د لوړ فکر کولو وړتيا او محصلينو او تخصصي ټولنې ته د زده کړو او تدريس استثنايي تجربې ورکوي. له اغېزناک تحصیلي چاپيريال څخه نيولې تر پراخو ښوونيزو فعاليتونو او لوړ اکاډميک تعهد پورې، کاردان پوهنتون د تحصیل او زده کړو يو داسې ځای دی، چې د هېواد راتلونکي رهبران پکې روزل کېږي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button