ځاییژوند او ټولنه

د کابل هوا د ککړتیا لامل او د طالبانو بې غوري

تر اوسه طالبان پر دې نه دي توانېدلي چې د کابل هوا د زیاتې ککړتیا مخه ونیسي

د کابل ښار هوا د ژمي په موسم کې لا پسې ککړه شوې، چې لاملونه یې د ښاریانو مجبوریت او بې پروايي او همدارنګه د مسوولو ادارو کمه پاملرنه ګڼل کېږي.

د کابل په ساړه ژمي کې د کورونو تودولو لپاره د کارېدونکو ډبرو سکرو لوګی د هوا په ککړېدو کې ستر رول لري.

د طرحې تطبیق لا ندی شوی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د چاپیریال ساتنې اداره وايي، که څه هم د تېرو کلونو پر تله د هوا د ککړوالي کچه کمه ده، خو وايي د لا ښه والي لپاره یې د یوې شپږ میاشتنۍ طرحې تطبیق پیل کړی دی.

مسوولین وايي، د دې طرحې پلي کېدل به د میزان له لومړۍ نېټې بیا د حوت تر میاشتې پورې دوام وکړي. د چاپیریال ساتنې د تنظیم او کنټرول برخې مشر احمد فیصل بریالي بي بي سي ته وویل:

”په دې پروګرام کې عامه پوهای دی، د خبرپاڼو خپرول دي، د بې فلټره مرکز ګرمیو مخنیوي لپاره زموږ کاري ټیمونه په ځانګړو وختونو کې ناحیو کې ګرځي، دغه راز له ترافیکو سره په همغږۍ هغه موټران راګرځولو کېږي چې لوګي کوي، که په لنډه توګه ووایم، موږ د تېرو وختونو پرتله کافي ډېرې لاسته راوړنې لرو.”

د طالبانو عامي روغتیا وزارت له خلکو د احتیاط غوښتنه کړې

بل لور د طالبانو حکومت عامې روغتیا وزارت پر ایکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې له خلکو غوښتي چې بې ضروروته ښار ته له تګ، راتګه ډډه وکړئ، ماسک وکاروي، کور ته له رسېدو وروسته حمام وکړي او د هوا ککړتیا کمولو لپاره د امکان تر حده له عامه ترانسپورتي وسایلو څخه کار واخلي.

نور ولولئ: د امریکا نظامي اډو د افغانانو صحت او چاپیریال ته پام نه کاوه

نور ولولئ: د کابل هوايي ډګر مدیریت عربي اماراتو ته وسپارل شو

د کابل ښاروالۍ او چاپېریال ساتنې ادارې هم د ژمي له رسېدو سره د هوا پاکوالي لپاره د یو لړ تدبیرونو پلي کېدو خبره کړې وه.

کارپوهان وايي، د هوا سوړوالی کم اورښت په څېر طبیعي عوامل او د جامدو سونتوکو کارول او د نقلیه وسایطو ډېروالي په څېر مصنوعي لاملونه په ژمي کې د کابل ښار د هوا ککړتیا ډېروالي لاملونه دي.

کابل د ژمي په موسم کې د نړۍ له هغو پلازمېنو یوه بلل کېږي، چې هوا یې ډېره ککړه او د چاپېریال کیفیت یې د روغتیا لپاره ډېر مضر بلل کېږي.

د یادونې وړ ده چې په خپله د طالبانو له لوري پر خلکو د ډبرو سکاره ویشل کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button