د کاسا زر پروژه؛ قرغیزستان خپله برخه بشپړه کړه

د کاسا زر پروژه؛ بشکیک –قرغیزستان: اعلان کړی چې د سیمې د برېښنا لېږد مهمې پروژې، «کاسا-۱۰۰۰» اړوند یې د خپل هېواد ساختماني کارونه بشپړ کړي دي.
د «اوراسیا د ثبات او پراختیا صندوق» د معلوماتو له مخې، تاجکستان او پاکستان هم خپلې اساسي برخې پای ته رسولې، خو د پروژې وروستی پرمختګ اوس د افغانستان د برخې بشپړېدو ته پاتې دی.

د کاسا زر پروژه، د کاسا زر پروژې مسیر او ارزښت
کاسا زر پروژه د منځنۍ اسیا د برېښنا د لېږد له مهمو سیمهییزو پروژو څخه ګڼل کېږي. دا پروژه شاوخوا ۱۳۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او هدف یې د قرغیزستان او تاجیکستان اضافي برېښنا افغانستان او پاکستان ته رسول دي.
د معلوماتو له مخې، د قرغیزستان برخه نږدې ۴۵۰ کیلومتره ده، په داسې حال کې چې د افغانستان مسیر د کندوز له شیرخان بندر څخه تر تورخم پورې غځېدلی او نږدې ۵۶۰ تر ۵۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

کارپوهان باور لري چې د افغانستان برخه د دې پروژې تر ټولو مهم او حساس پړاو بلل کېږي، ځکه د برېښنا اصلي لېږد له همدې لارې ترسره کېږي.
د کاسا زر پروژه، افغانستان کې د پروژې ځنډ او بیا پیل
په افغانستان کې د کاسا زر پروژې کارونه د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلونونو وروسته درېدلي وو. هغه مهال د برېښنا د ستنو یوه برخه نصب شوې وه، خو ډېری تخنیکي تجهیزات لا هم هېواد ته انتقال شوي وو.
دغه بهیر له اوږده ځنډ وروسته د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې بېرته پیل شو. چارواکي وایي، د امنیتي تضمینونو له ترلاسه کېدو وروسته د پروژې عملي کارونه بیا فعال شوي دي.
د کاسا زر پروژه، سیمهییز اهمیت او اقتصادي اغېزې
کاسا زر پروژه یوازې د برېښنا لېږد پروژه نه ده، بلکې د سیمې د اقتصادي نښلېدو یو مهم ګام هم ګڼل کېږي. د پلان له مخې، تاجیکستان او قرغیزستان به د دوبي په موسم کې خپله اضافي برېښنا افغانستان او پاکستان ته صادروي؛ هغه وخت چې په دغو هېوادونو کې د انرژۍ اړتیا لوړېږي.

اقتصادي شنونکي وایي، که د افغانستان برخه بشپړه شي، نو دا پروژه به د انرژۍ د سوداګرۍ ترڅنګ افغانستان ته د ترانزیټ عوایدو او سیمهییز اتصال نوې زمینه هم برابره کړي.
د کاسا زر پروژه کله بشپړېږي؟
د اوراسیا د پراختیا صندوق ویلي، د افغانستان د برخې بشپړېدل د پروژې د وروستي تخنیکي پړاو لپاره مهم شرط دی.
د یاد بنسټ د اټکل له مخې، که روان کارونه له خنډ پرته دوام وکړي، تمه ده چې کاسا زر پروژه تر ۲۰۲۷ کال پورې په بشپړه توګه فعاله شي.



