Uncategorized

د کاملا هرېس ژوند، زده کړې او سیاست

د امریکا ټاکنو ته نومانده کاملا هرېس څوک او څنګه سیاسي ډګر ته راووته؟

کمالا هرېس یوه امریکایي سیاستواله، وکیله او د ډیموکراټ ګوند غړې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د متحده ایالاتو د لومړنۍ ښځینه او تورپوستې مرستیالې ولسمشرې په توګه وټاکل شوه. د هغې سیاسي سفر او لاسته راوړنې د امریکا په سیاست کې د متنوع او پرمختللي نقش په توګه پېژندل کېږي.

کمالا هرېس د خپلې ځانګړې شخصیت، قانوني تجربې او د حقوقو او ټولنیزو عدالتونو په برخه کې د خپل کار له امله پېژندل کېږي.

ژوند او زده کړې

کمالا دیوي هرېس د ۱۹۶۴ کال د اکتوبر په ۲۰ نېټه د کلفورنیا په کې زېږېدلې ده. د هغې مور شیملا ګوپلان چې د هند له تامل ناډو څخه وه، یوه څېړونکې او سرطان پيژندونکې وه.

پلار یې ډونلډ هرېس د جمیکا څخه د کډوالۍ وروسته د اقتصاد استاد شو.

afghan 2024 11 06t085652.998
د کاملا هېرېس کورنۍ

د کمالا د کورنۍ کلتوري تنوع د هغې په ژوند او شخصیت ژوره اغېزه لرله.

هغې خپلې لومړنۍ زده کړې په کلیفورنیا کې پیل کړې او وروسته یې د واشنګټن ډي سي په هاوارډ پوهنتون کې زده کړې وکړې، چې یو له مشهورو افریقایي – امریکایي پوهنتونونو څخه دی. وروسته یې د کالیفورنیا د سان فرانسسکو پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه د حقوقو په برخه کې سند ترلاسه کړ.

د حقوقو او قانوني چارو پیل

هرېس خپل مسلکي کار په کالیفورنیا کې د وکیلې په توګه پیل کړ او هلته یې د جنایي او مدني قضیو په برخو کې کار وکړ.

د خپلو هڅو او وړتیا په اساس، هرېس په ۲۰۰۴ کال کې د سان فرانسسکو د ولسوالۍ څارنواله وټاکل شوه، چې په دې توګه د کلیفورنیا په لوی ښار کې د قانون د پلي کولو مشره شوه.

په ۲۰۱۰ کال کې هرېس د کلیفورنیا د لوی څارنوالې په توګه وټاکل شوه او لومړنۍ تورپوستې ښځه شوه چې په دې دنده کې یې کار کاوه.

په دې ترڅ کې یې د قوانینو په بیلابیلو برخو کې اصلاحات رامنځته کړل، د پولیسو په حساب ورکولو کې یې هڅې وکړې او د کورني امنیت او د ټولنیز عدالت په برخه کې یې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړل.

سیاسي سفر او د سنا غړیتوب

کمالا هرېس په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا د سنا د غړې په توګه وټاکل شوه، چې د کلیفورنیا ایالت استازیتوب یې کاوه.

په سنا کې هرېس د خپل قانوني برخې د تجربې له مخې د عدلي او استخباراتي کمېټو غړې شوه. هغې په بیلابیلو موضوعاتو لکه؛ مهاجرت، عدالت، روغتیا، او د ټولنیز عدالت په برخو کې روښانه او جدي دریځونه ونیول.

په سنا کې هرېس د امریکا په عدلي سیسټم کې د اصلاحاتو ملاتړ وکړ، د مهاجرت د اصولو په اصلاح کې یې برخه واخیسته او د ښځو او اقلیتونو د حقونو د ساتلو لپاره یې هڅې وکړې.

د هغې کلک او په زړورتیا سره دریځونو هغه د خلکو ترمنځ د پام وړ ورګرځوله.

د مرستیالې ولسمشرۍ ټاکنې

په ۲۰۲۰ کال کې د ډېموکراټ ګوند د ولسمشرۍ نوماند جوبایډن کمالا هرېس د خپلې مرستیالې په توګه وټاکله.

هرېس د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ ښځه، لومړنۍ تورپوستې او د جنوبي اسیا اصله ښځه شوه چې د مرستیالې ولسمشرۍ لپاره نومانده شوه.

نور ولولئ: د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

نور ولولئ: امریکا کې نن سې شنبه د ولسمشر د ټاکلو په موخه رایه اچونه کېږي

د بایډن – هرېس ټیم د امریکا د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ او مایک پېنس پر وړاندې بریا ترلاسه کړه او په دې توګه کمالا هرېس د امریکا لومړنۍ مرستیاله ولسمشره شوه.

د مرستیالې ولسمشرۍ دوره

د کمالا هرېس د مرستیالې ولسمشرۍ دوره د امریکا په سیاست کې یوه تاریخي دوره بلل کیږي. د هغې ټاکنه په امریکا کې د ډیرو خلکو لپاره د پرمختګ او بدلون سمبول وګرځېد او د هغې شتون د امریکایي ټولنې تنوع او بدلون ته انعکاس ورکوي.

د مرستیالې په توګه هرېس د بایډن ادارې په مهمو پرېکړو کې برخه لري، په ځانګړي ډول د ټولنیز عدالت، روغتیایي سیستم، د اقلیمي بدلون، او نړۍوالو اړیکو په برخو کې یې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي.

afghan 2024 11 06t085719.191
کاملا هېرېس کورنۍ

هغه همداراز د ښځو، اقلیتونو او ځوانانو لپاره یو الهام بلل کیږي او د هغوی د حقونو او د ژوند د ښه کولو لپاره د هغو مسایلو ملاتړ کوي چې دوی ته اهمیت لري.

د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندي

کمالا هرېس وروسته له هغې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده شوه چې د ډېموکراټ ګوند نوماند او د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپلې نوماندۍ لاس پر سر شو.

کمالا هرېس د امریکایي سیاست یو ځانګړی او تاریخي شخصیت دی. د هغې ژوند، مسلکي هڅې او سیاسي لاسته راوړنې نه یوازې د هغې لپاره بلکې د هغو ټولو خلکو لپاره چې له محدودیتونو سره مخامخ دي، یو الهام بلل کیږي.

د هغې پلویان ادعا لري چې د کمالا هرېس موجودیت او ولسمشرۍ ته نوماندي د دې ګواهي ورکوي چې امریکا یو متنوع ټولنه ده او د ډېموکراسۍ په اساس هر څوک د خپلو هلو ځلو له لارې د بدلون لامل کیدای شي.

د امریکا د ډېموکراټ ګوند غړي بیا د شعار په توګه وايي: کمالا هرېس د امریکایي سیاست د راتلونکې لپاره یوه روښانه بېلګه ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button