ستاسې اند او نظر

د کرونا ویروس څخه د ځان ساتلو طريقه

چین هېواد کې د کرونا ویروس د پیدا کېدلو له امله د مړو شمېر آن تر ۲۳۰۰ سوه پورې ورسېد او له بده مرغه چې دغه ویروس د افغانستان ګاونډي هېواد ایران ته د رارسېدو سره سم د افعانستان هرات ولایت ته هم راورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم خبر ورکړ چې په هرات ولایت کې د کرونا په ویرس درې تنه افغانان هم اخته شوي دي، د دغې ټکان ورکوونکي خبر په خپریدا سره سم ګڼو افغانانو خواشیني ښودلې ده، خو مونږ تاسې ته د احتیاط په خاطر هغه څو ټکي در په ګوته کوو چې په کرونا ویروس د اخته کېدا او د خپریدو مخه نیسي چې تاسې یې باید مراعت کړئ.

۱- که چېرې غواړئ د کرونا په وژونکې ناروغۍ باندې اخته نه شئ، نو تاسې هره ورځ په اوبو او صابون باندې خپل لاسونه بیا بیا پریمنځئ.

۲- دغه راز د ټوخي او پرنجي پر مهال پزه په ماسک، دستمال، څادر او یاهم په لاس وپوښئ.

۳- له هغو کسانو څخه ځان لېرې وساتئ چې په زکام او یاهم ریزش باندې اخته وي، هغوی ته هم مشورې ورکړئ چې د زکام او ریزش ناروغي عادي ونه نیسي .

۴- که چېرې تاسې په تبې، ټوخي، سالنډي او یاهم زکام اخته یاست لومړی ډاکټر ته ولاړ شئ له روغتون نه بېرته د تګ پرمهال د کورنیو غړو څخه بېل په یوې خونه کې تر هغې اوسئ څو پورې چې جوړ شوي نه یاستئ.

۵- تاسې نور د هګیو او غوښې خوړلو څخه لاس واخلئ، که چېرې له کرونا ویروس بچ کېدل غواړئ له دغې دواړو خوړو پر ځای تازه ترکاري وخورئ، څو مو روغتیا ته ګټه ورسوي او بدن مو قوي کړي.

۶- هغوی چې په کورونو کې څاروي لري، یاهم د څاریو پلورلو کاروبار کوي له خپلو څاریو سره د ماسک، موضو، د سکشو بغیر مه کېنئ.

۷- که چېرې سفر پر مهال یاستئ ضرور مو د ناروغۍ نښې نښانې د الوتکې مسولینو ته ووایئ، یاهم که په کومه سیمه کې یاستئ ناروغي مو مه پټوئ نېغ په نېغ روغتون ته ولاړ شئ.

یادونه که چېرې د کرونا ویروس څخه د ځان او کورنۍ د غړو ژوند ژغورل غواړئ نو په دې ترتیب دا پورته لارې چارې په ځان عملي کړئs\s;.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button