لوبېلوبې خبرونه

د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ افغانستان د بنګله دیش پر وړاندې ماته وخوړه

تېر ماښام په ورځنیو سیالیو کې افغان ملي لوبډلې د بنګله دیش پر وړاندې ماته وخوړه

بنګله دېش د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۳۳۵ منډو هدف وټاکه. افغان لوبډلې ونشوی کړی ټاکلی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي په ۴۵ اور کې وسوځېدل.

نور ولولئ: افغان لوبډلې بنګله دېش ته په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه

د بنګله دېش لپاره په دغې مهمه لوبه کې بنګله دېشي لوبغاړو له پیله چټک پیل وکړ او د افغانستان پر وړاندې یې په لومړیو مهمو لسو اورونو کې د یوه لوبغاړي په سوځیدو ۶۰ منډې جوړې کړې.

دا تر دې دمه په لومړیو لسو اورونو کې د افغانستان پر وړاندې د بنګله دېش تر ټولو چټکې او ډېرې منډې شوې چې په یوه ورځنۍ لوبه کې یې کوي.

د بنګله دیش لوبډلې په زړه پورې بیټېنګ

د افغانستان په ګټه لومړۍ وېکټه مجیب الرحمان واخيسته ورپسې په بل اوور کې ګلبدین نایب هم بنګله دیشی لوبغاړی د رحمت شاه په لاسو کېچ اوټ کړ.

د دغو دوه لوبغاړو له اوټېدو وروسته د بنګله دېش مهدي حسن ریاض او نجم الحسېن شانټو خورا ښه ملګرتیا وکړه او خپله لوبډله یې تر دغو سترو منډو ورسوله.

په دغې لوبه کې حسن ریاض ۱۱۲ ناسوځېدلې منډې او شانټو بیا ۱۰۴ منډې وکړې.

حسن ریاض په لوبه کې څه ټپي شو او نا سوځېدلی کېناست.

دوی دواړو د بنګله دېش په ګټه له ۲۰۰ د ډېرو منډو ملګرتیا وکړه او دا په نړیوال کرېکټ کې پنځم ځل و چې د بنګله دېش دوه لوبغاړي تر ۲۰۰ منډې جوړوي.

د افغان لوبډلې توپ‌وهنه

د افغانستان لپاره ابراهيم ځدراڼ ۷۵، لوبډلمشر حشمت الله شهيدي ۵۱، رحمت شاه ۳۳ او راشد خان ۲۴ منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش تسکين احمد ۴، شرف السلام ۳، حسن محمود او مهدي حسن يوه يوه وېکټه واخيسته.

نور ولولئ: بنګله دیش له افغان لوبډلې دریمه لوبه وګټله

د لاهور په قذافي لوبغالي کې د دغې لوبې کتلو ته ګڼ شمېر افغانان او بنګله دېشیان هم ورغلي او خپلې لوبډلې له نږدې هڅوي.

په پاکستان کې چې ګڼ شمېرې افغان کډوال مېشت دي د لومړي ځل لپاره خپله لوبډله له نږدې په دومره سترو لوبو کې ګوري.

دا په داسې حال کې ده چې نور ګڼ افغانان هم لاهور ته د خپلې لوبډلې د هڅولو لپاره ورغلي وو او د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ یې له ځان سره لیږداوه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button