لوبېلوبې خبرونه

د کرکټ نړیوال جام؛ هند افغانستان ته ماتې ورکړه

کرکټ نړیوال جام کې هند افغان لوبډلې ته ماته ورکړه او داد هند دویمه لوبه وه چې ویې ګټله

پرون افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړیوال جام کې خپله دویمه لوبه له هندي لوبډلې سره وکړه. افغان لوبډلمشر پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۲۷۲ منډې وکړې.

تر ټولو ډېرې منډې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۸۰ منډې وکړې. عظمت الله عمرزي ۶۲ منډې وکړې.

نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ انګلنډ، بنګله‌دیش ته ماته کړه

د افغانستان د سر لوبغاړي ژر وسوځېدل او پیل یې ښه نه و. رحمان الله ګوربز په ۲۱ منډو، ابراهیم ځدراڼ په ۲۲ او رحمت شاه په ۱۶ منډو وسوځېدل.

د افغانستان څلورم لوبغاړی عظمت الله عمرزي خپله وېکټ د ۶۲ منډو تر جوړولو وروسته له لاسه ورکړه. د هغه په منډو کې دوه څلوریزې او څلور شپږیزې هم شاملې وې.

د هند بې ساری بیټینګ

هندي لوبغاړو د افغان لوبډلې له خوا ټاکل شوی هدف د لوبې په ۳۵ اوور کې یوازې د دوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره پوره کړ.

د هند لپاره لوبډلمشر روهېت شرما ۱۳۱، ویرات کهولي ۵۵ او اېشانت کېشن ۴۷ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري راشد خان وتوانېد چې د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي اوټ کړي.

راشد خان وتوانېد چې تر یوې تېزې لوبې وروسته د لوبې به ۱۹ اوور کې د هندي لوبغاړو اوږده ملګرتیا ماته کړي.

راشد خان لومړی د ایشان کېشنت ویکټ واخیسته. بیا یې روهېت شرما بولډ اوټ کړ.

هند تېره لوبه هم ګټلي وه

له دې وړاندې د کرېکټ نړیوال جام کې دواړو لوبډلو یوه یوه لوبه کړې ده. هند خپله لوبه ګټلې او افغانستان بایللې وه.

ویرات کوهلي استرالیا سره په خپله لومړنۍ لوبې کې د هند د کمزوري پیل نه وروسته ۸۵ منډې جوړې کړې وې.

د افغانستان له خوا ورو توپ اچوونکو کې راشد خان، محمد نبي، مجیب، نور احمد لکڼوال، تېزه توپ اچوونه کې نوین الحق او فضل حق فاروقي او دغه راز د توپوهنې په برخه کې رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران او رحمت شاه مهم توپ وهونکي شامل وو.

نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ بنګله‌دېش افغانستان ته ماتې ورکړه

کرکټ پوهان نیوکه کوي چې کله د افغان لوبډلې اوپنینګ ونه لوبېږي، نو نور توپوهونکي هغه ډول لوبه نه شي کولی، لکه څه ډول چې نور لوبغاړي لوبېږي. دوی وايي له ډېر وخت راهیسې نجیب ځدراڼ په توپوهنه کې ښه نه دی او ښه مسئولیت یې نه دی ادا کړی لکه څه ډول چې لوبډله ترې تمه لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button