اقتصاد او سوداګري

د کندهاري انارو د بازار نشتوالی؛ وچکالۍ بڼوال له درنو زیانونو سره مخ کړي

د کندهاري انارو د بازار نشتوالی او وچکالۍ د کندهار بڼوال اندېښمن کړي دي. سږکال د انارو حاصلات کم شوي او سوداګر د نویو صادراتي بازارونو په لټه کې دي.

د کندهار د انارو بڼوال وايي، د اوبو کمښت، ټیټې بیې او بهرنیو بازارونو ته محدود لاسرسی یې کاروبار له ستونزو سره مخ کړی دی.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست هم تاییدوي چې سږکال د انارو حاصلات د تېر کال په پرتله کم شوي دي.

د ریاست ویاند محمدحنیف حقمل پژواک خبري اژانس ته ویلي، په کندهار کې پر نږدې ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انارو بڼونه شته.

د هغه په وینا، اټکل کېږي چې سږکال به شاوخوا ۲۲۰ زره ټنه انار راټول شي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه اندازه ۲۷۵ زره ټنه اټکل شوې وه.

دا شمېرې د تېر کال په پرتله د شاوخوا ۵۵ زره ټنو، یا ۲۰ سلنې، احتمالي کمښت ښيي.

Pomegranate 4 1024x682 1
د کندهاري انارو د بازار نشتوالی؛ وچکالۍ بڼوال له درنو زیانونو سره مخ کړي

د کندهاري انارو د بازار نشتوالی بڼوالو ته څومره زیان رسوي؟

د ارغنداب ولسوالۍ بڼوال میرزامحمد وايي، د ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې او د بڼونو خړوبول اوس ډېر لګښت غواړي.

نوموړي پژواک ته ویلي، په کورنیو بازارونو کې د انارو بیې دومره ټیټې دي چې بڼوال د خپلو لګښتونو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د هغه په خبره، کابل او هرات د کندهار د انارو مهم کورني بازارونه دي، خو هلته هم محصولات په مناسبه بیه نه پلورل کېږي.

وچکالۍ د انارو بڼونه زیانمن کړي

د کرنې ریاست ویاند وايي، وچکالۍ د کندهار د انارو بڼونو ته زیان رسولی، خو د زیان کچه په ټولو ولسوالیو کې یو شان نه ده.

د نوموړي په وینا، سږکال د انارو بڼونه ۳۰ سلنه زیانمن شوي او تر ټولو ډېر زیان د ارغستان ولسوالۍ بڼوالو لیدلی دی.

هغه زیاتوي چې ځینو بڼوالو د اوبو د سخت کمښت له امله خپل بڼونه له منځه وړي، خو په ارغنداب او ځینو نورو ولسوالیو کې حاصلات نسبتاً ښه دي.

د ارغنداب یو بل بڼوال حیات‌الله وايي، د وچکالۍ له امله د انارو یوه برخه چاودلې او د پلور ارزښت یې کم شوی دی.

د کندهاري انارو د بازار نشتوالی د دغو ستونزو ترڅنګ د بڼوالو اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.

Pomegranate 3 1024x682 1
د کندهاري انارو د بازار نشتوالی؛ وچکالۍ بڼوال له درنو زیانونو سره مخ کړي

روسیې او اوزبکستان ته د انارو د صادراتو هڅې

د انارو سوداګر ندامحمد فاروقي وايي، د کندهار د انارو لپاره د نویو بازارونو د موندلو په موخه یې له روسي او اوزبک سوداګرو سره اړیکې نیولې دي.

د هغه په وینا، له دغو سوداګرو سره د شاوخوا ۸۰ ټنه انارو قرارداد شوی دی.

ټاکل شوې دغه انار په اوزبکستان کې بیاځلي بسته‌بندي او وروسته روسیې، جاپان، کوریا او ځینو نورو هېوادونو ته صادر شي.

فاروقي وايي، که لومړني صادرات بریالي شي، روسي سوداګر ښايي له کندهاره تر پنځو زرو ټنو پورې انار وپېري.

خو دا لا احتمالي پلان دی او د دومره انارو د صادراتو د عملي کېدو تایید نه دی شوی.

Pomegranate 2 1024x682 1
د کندهاري انارو د بازار نشتوالی؛ وچکالۍ بڼوال له درنو زیانونو سره مخ کړي

د انارو جوس او روب؛ د بازارموندنې بله لاره

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وايي، له تېر کال راهیسې په کور دننه له انارو جوس او روب جوړېږي.

د هغه په خبره، دغو محصولاتو ته د بازار لېوالتیا زیاته شوې او د تازه انارو په پرتله د اوږدې مودې لپاره ساتل کېدای شي.

بینا وايي، په تېرو کلونو کې پاکستان د کندهار د انارو تر ټولو لوی بازار و او هر کال به دغه هېواد ته له ۵۰ زرو تر ۹۰ زرو ټنو پورې انار صادرېدل.

خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو صادرات له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کندهاري انارو د بازار نشتوالی لا هم د بڼوالو له مهمو اندېښنو څخه دی. دوی هیله لري چې د صادراتو پراختیا او د انارو د پروسس صنعت پیاوړتیا به یې د زیانونو په کمولو کې مرسته وکړي. د کندهاري انارو د بازار نشتوالی

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button