کرونا و یروس د هرات په شمول د هۍواد یو شمېر نور ولایاتو ته هم رسيدلۍ او ۱۰۰ نه یی ډۍر خلک نیولي دي .که څه هم دا ویروس د انسانانو ته د زیان سره سره د ژوند په نورو اړخونو هم اغېز کړۍ او په ټوله کې بیا د افغانستان یی ډۍر اسر کړۍ او د هېواد عواید یی کم کړي دي.
که نړيوال اقتصادي انځور کې خپل هېواد ته پام وکړو نو دا چې د افغانستان اقتصاد د نړۍ یا سیمې په اقتصاد کې د پام وړ ونډه نه لري، نو له دغه بحثونو څخه باندې پاتې و. بل لامل یې دا دی چې زمونږ د اقتصادي ودې د ځوړ عمده لاملونه داخلي دي.
د افغانستان د ماليې وزارت وایي د روان مالي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د تېر مالي کال په پرتله عواید له دوو میلیارد افغانیو ډېر کم شوي دي. د غه وزارت د شمېرو له مخې د روان مالي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د تیرمالي کال د لومړیو درېیو میاشتو په پرتله شپږ سلنه عواید کم شوي دي.
د ماليې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي ډېر عواید د ګمرکونو کم شوي او وروسته د مالیې په برخه کې.
هغه وایي د کرونا ویروس له امله بندرونه تړل شوي او د سیاسي لانجې له امله په عوایدو کې کموالی راغلی دی.
د مالیې وزارت ویاند وایي که دا ستونزې دوام وکړي نو ستونزمنه به وي چې دا وزارت د د بودیجې په برخه کې ټاکلې موخې ته ورسیږي.
په وروستیو پنځو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د هیواد ملي عواید راکمیږي.
په کابل کې یو څیړنیز بنسټ وایي سږکال به یو میلیارد ډالر د امریکا په مرستو کې او شل میلیارده افغانۍ د کرونا ویروس له امله د تېرکال په پرتله په عوایدو کې کموالی راشي.