ژوند

د کومو هېوادونو وګړي د ټولنيزو رسنيو په کارولو زيات وخت تيري؟

د ټولنيزو رسنيو تعقيبول ډېرې ګټې لري چې د هغو له ډلې يوه ګټه يې داده چې د نړۍ له حالاتو سړی خبريږي خو زيات استفاده کول يې ګڼې ستونزې هم لري چې يوه يې د وخت ضايع کول دي

موږ نن په دې ليکنه کې هغه هېوادونه درپېژنو چې په ټولنيزو رسنيو زيات وخت تيروي.

۱- نايجريا:

په افريقا لويه وچه کې پروت، نايجريا هېواد په نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې وګړي يې زيات وخت په ټولنيزو رسنيو کې بوخت وي. په اوسط ډول د نايجريا وګړي په ورځ کې ۴ ساعته او ۲۰ دقيقې وخت د ټولنيزو رسنيو په کارولو تيروي.

نور ولولئ: د نړۍ ډېر نفوس لرونکی هېوادونه کوم دي؟

۲- برازيل:

برازيل هېواد په نړۍ کې دويم هېواد دی چې وګړي يې زيات وخت د ټولنيزو رسنيو په کارولو تيروي. په منځنۍ توګه په برازيل کې خلک په يوه ورځ کې ۳ ساعته او ۴۴ دقيقې ټولنيزې رسنۍ ګوري.

۳- جنوبي افريقا:

د جنوبي افریقا خلک د برازيل خلکو په شان په منځنۍ توګه د ورځې ۳ ساعته او ۴۴ دقيقې وخت د ټولنيزو رسنيو په کارولو تيروي.

نور ولولئ: د نړۍ کوم هېوادونه د تېلو زیاتې زیرمې لري؟

۴- فیلپین:

په فليپين هېواد کې خلک د ورځې ۳ ساعته او ۴۲ دقيقې وخت د ټولنيزو رسنيو په تعقيبولو تيروي.

۵- کولمبيا:

د کولمبيا هېواد وګړي په اوسط ډول د ورځې ۳ ساعته او ۳۵ دقيقې وخت د ټولنيزو رسنيو په کارولو تيروي.

۶- ګانه:

په ګانه هېواد کې د دغه هېواد وګړي د ورځې ۳ ساعته او ۲۳ دقیقې وخت د ټولنيزو رسنيو په تعقيبولو تيروي.

۷- کينيا:

په کينيا هېواد کې په منځنۍ توګه د دغه هېواد وګړي د ورځې ۳ ساعته او ۲۲ دقيقې وخت د ټولنيزو رسنيو په کارولو تيروي.

نور ولولئ: د کومو هېوادونو وګړي خپل ژوند ته ډېره هيله لري؟

۸- ارجنټاین:

په ارجنټاین هېواد کې خلک د ورځې ۳ ساعته او ۱۸ دقيقې وخت د ټولنيزو رسنيو په کارولو تيروي.

۹- مکسيکو:

د مکسيکو هېواد وګړي په ۲۴ ساعتونو کې ۳ ساعته او ۱۷ دقيقې وخت د ټولنيزو رسنيو په تعقيبولو تيروي.

دغه لېست همداسې روان دی چې په مکسیکو پسې په ترتيب انډونيزيا، متحده عربي امارات، ترکيه، هندوستان، پورتګال، روسيه، امريکا او نور هېوادونه دي.

جالبه داده چې د جاپان هېواد په نړۍ کی هغه هېواد دی چې وګړي يې ډېر کم ټولنيزې رسنۍ تعقيبوي. په جاپان هېواد کې په اوسط ډول د دغه هېواد وګړي د ورځې ۴۹ دقيقې وخت د ټولنيزو رسنيو په تعقيبولو تيروي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button