ژوند

څنګه خپل جنسي قوت زیات کړو؟

د جنسي قوت زیاتېدل یوازې د درملو په خوړلو نه کېږي، بلکې نورې طبیعي لارې هم شته چې دغه ستونزه مو حل کوي

د ښځې او خاوند ترمنځ د ګډ ژوند اساسي او د خوښۍ برخه د جنسي تمایل لرل دي. د هغه ښځې او خاوند ژوند ډېر ښه تېرېږي چې د دواړو جنسي روغتیا تضمین او خوندي وي.

برعکس هغه څوک بیا له ګډ ژوند راضي نه وي چې په جنسي برخه کې ستونزې ولري. دا ډول ناروغان د یوه او بل غوښتنې نه شي پوره کولی، نو ژوند یې له همدې امله تریخ وي.

how to increase your sexual power (2)
هغه خواړه چې جنسي قوت زیاتوي.

د هغو درملو کارول چې جنسي تمایل کمزوری کوي

په ځینو ناروغیو کې د یو شمېر درملو کارول ددې لامل کېږي چې ستاسو جنسي تمایل راټیټ او په دې برخه کې مو په ستونزو کې راګیر کړي.

موږ دلته ځینې درمل په مثال کې راوړو: مورفین، کسي کډون، سایمټیډین، ریفلېکس، سټروییډ انابولیک او… هغه درمل دي چې ستاسو جنسي قوت اخلالوي او ستونزې درته جوړوي.

دارنګه د الکولو او نشه یي توکو کارول هم ددې ناروغۍ سبب کېږي.

نور ولولئ: د جنسي پیاوړتیا زیاتولو لپاره لاندې خواړه وخورئ

نور ولولئ: د ورځنیو غوره جنسي اړیکو نیولو لپاره کوم خواړه مهم دي؟

په ورته وخت کې ځینې ناروغۍ هم د جنسي اخلال لامل کېږي. د څو ناروغیو نومونه د مثال په توګه بیانوو: د وینې لوړ فشار، کلسټرول، د زړه ناروغۍ، چاغوالی او ډیابټ هغه ناروغۍ دي چې ستاسو جنسي قوت له منځه وړي.

how to increase your sexual power (3)
بې ځایه چاغښت

د جنسي قوت زیاتول

نارینه کولی شي چې د جنسي قوت د زیاتولو لپاره د درملو د کارولو پرځای تمرین وکړي، که څوک ډېر وزن لري نو خپل وزن دې راکم کړي.

منظم تمرین ستاسو د ټسټرون هورمون تېزوي او له دې سره ستاسو جنسي قوت زیاتېږي.

په دې تمرین کې د یوګا تمرین او د نس د وازګو ویلې کول تر ټولو ډېر مهم دي.

د تمرین تر څنګ یو شمېر طبیعي خواړه دي چې تاسو باید د جنسي قوت په زیاتولو کې ترې ګټه پورته کړی. په دغه خوړو کې د بېرې شات او له شاتو سره د نارنج اوبه ګډې او بیا یې وخورئ.

how to increase your sexual power (1)
تمرین

کیله، جنسېنګ، کاکاو، پلي، د بزې شیدې او نور دا ډول خواړه کولی شي چې ستاسو جنسي اخلال له منځ یوسي او په راتلونکې کې سالمه جنسي اړیکه ولرئ.

تر ټولو مهمه داده چې تاسو خپلې رواني روغتیا ته هم پام وکړئ. که چېرې تاسو رواني روغتیا سمه نه وي، نو د همدې برخې متخصص ډاکټر ته رجوع وکړئ او د ځان درملنه وکړئ. که تاسو کافي خوب او ښه روان ولرئ، نو جنسي قوت به مو پر ځای وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button