د یو شمېر ولایتونو والیانو سره ولسمشر غنی د ويډیو کانفرانس له لارې غونډه تر سره کړه

د یو شمېر ولایتونو والیانو سره ولسمشر غنی د ويډیو کانفرانس له لارې غونډه تر سره کړه والیانو او د ولایتونو امنیه قومندانانو سره د جمهوررئیس غني پر مختلفو موضوعاتو خبرې کړي نوموړي دوی سره د همیش په څېر غونډې ترسره کوي.
ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې والیانو او د ولایتونو امنیه قومندانانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.په دغه ویډیو کنفرانس کې جمهوررئیس غني امریکا متحدو ایالتونو ته د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د خپل وروستي سفر او لاسته راوړنو په اړه مفصلې خبرې وکړې او د دښمن د شومو پلانونو د دفعې او شنډولو او د خلکو د امنیت د تامین په برخه کې یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولۍ او مېړانې قدرداني وکړه.

جمهوررئیس د طالبانو د بشري حقونو ضد جنایتونو د غندنې ترڅنګ وویل، افغان دولت د بین المللي ټولنې د غړي په توګه د جګړې د بشري حقونو پر ټولو قواعدو باور لري.هغه وویل چې مونږ د بهرنیو ټولنو غواړو چې افغانستان کې د جرمونو څېړنه وکړي تر څو خلکو ته د عبرت سبب وګرزي او د جرمونو او بریدونو ځان وساتي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د افغانستان اسلامي جمهوریت د مسوول او منتخب حکومت په توګه د بشري حقونو اصولو او قواعدو ته ژمن دی او ملکي او نظامي مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې پخپلو ټولو چارو کې د بشري حقونو قوانینو ته پام وکړي.

نوموړي په پای کې والیانو ته لارښوونه وکړه تر څو خپل پلانونو باندې کار وکړي. تر څو پ ولایتونو کې شته ترهګري وځپي او خلک په دې پوه کړي چې هیڅ زورواکی یا نورې ډلې نشي کولی چې د زور له لارې واک ته ځان ورسوي.او بیا په افغانانو باندې د زور حکومتونه تطبیق کړي.