نړیوال خبرونه

د ۳ امریکایانو وژل کېدل او ۳۵ نور ټپیانېدل؛ خلیلزاد د ایران پر وړاندې د غبرګون غوښتنه وکړه

د امریکايي پوځیانو د وژل کېدو په غبرګون کې زلمي خلیلزاد ویلي چې ایران یې باید درنه بیه پرې کړي

په ملګرو ملتونو او افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د ایران پلوه وسله والو په برید کې د درېیو امریکايي پوځیانو د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي، د ایران پر وړاندې د بایډن د مخنیوي پالیسي ناکامه شوې او اوس باید ایران د دغه برید درنه بیه پرې کړي.

خلیلزاد چې د جمهوري غوښتونکو ګوند له نږدې سیاستوالو څخه دی، د دغه ګوند له لوړپوړو سیاستوالو سره په لیدنه کې د ایران پر ګټو د مستقیم برید غوښتنه وکړه.

us2
امریکايي دیپلومات زلمی خلیلزاد

له باور وتلي بیه پرې کول

هغه وویل چې ایران پرته له دې چې «له باور وتلې بیه پرې کړي» د مهارولو نه دی او په سیمه کې د دوی ملاتړي ځواکونه به پر امریکايي پوځیانو او پوځي تاسیساتو بریدونه وکړي.

هغه د یکشنبې په ورځ په ایکس پاڼه لیکلي: «یوې نوې تګلارې ته اړتیا ده چې ایران له باور وتلې درنه بیه پرې کړي، په ټینکار سره وايم، دا د مخنیوي یوه اغیزمنه لاره ده.»

پر امریکايي ځواکونو ترسره شوی برید

سره له دې چې امریکا د سلواغې د اتمې نېټې په ماښام د اردن په شمال ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو د ایران پلوه ملیشه ځواکونه د بې پیلوټه الوتکې په برید کې پړه بللي، «امریکا ویلي په دغه برید کې درې امریکايي پوځیان وژل شوي او ډیر شمېرټپیان دي.»

نور ولولئ: حوثیانو پر امریکايي او برتانوي بېړیو د بریدونو ګواښ کړی

نور ولولئ: د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اسرائیلو ته ورسېده

نور ولولئ: امریکايي او برتانوي ځواکونو پر حوثيانو بریدونه کړي

د امریکايي چارواکو په وینا په دغه برید کې ۲۵ کسان ټپیان شوي هم دي.

د یاد برید په تړاو د یوې نړیوالې رسنۍ ویډیویي راپور:

په عراق کې د «اسلامي مقاومت» ډلې چې له ایران سره تړلې ډله ده، په سوریه کې د الشدادي او التنف په ګډون په اردن کې د الرکبان پر دریو امریکايي اډو د بریدونو مسوولیت پر غاړه واخیسته.

د امریکايي ځواکونو د وژل کېدو په اړه د سپینې ماڼۍ غبرګون

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې په دې کې شک نشته، موږ به ددې برید په اړه هغه اقدمات وکړو چې اړین دي. ده وویل چې موږ حق لرو تر څو له ځانه د دفاع په خاطر خپله پرېکړه وکړو.

us
د امریکا ولسمشر جوبایډن

دارنګه پر امریکایانو د وروستي برید په ترڅ کې د امریکايي چارواکو لهجه تونده ښکاري.

د اسراییل او حماس له جګړې وروسته پر امریکايي ځواکونو دا تر ټولو ستر برید بلل شوی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button