لوبې

د ICC درجه بندي؛ رحمان الله ګربز د نړۍ په ۱۰ غوره بېټس‌مېنانو کې ځای خپل کړ

ای سي سي یا د کرېکټ نړیوالې شورا نوې درجه بندۍ کې رحمان‌الله ګُربز د نړۍ ۱۰ غوره توپوهونکو په نوملړ کې راغلی دی

د کرېکټ نړیوالې شورا (ای‌سي‌سي) په نوې درجه بندۍ کې رحمان‌الله ګُربز ‏لومړی افغان لوبغاړی شو چې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د ۱۰ غوره توپوهونکو ‏په کتار کې راغلی دی.‏

نوموړې شورا چهارشنبه د تلې پر ۴مه په یو راپور کې ویلي، دا لومړی ځل ‏دی چې یو افغان توپوهونکی د نړۍ ۱۰ غوره توپوهونکو په کتار کې «اتم» ځای نیسي.

د نړۍ نور غوره توپ وهونکي

د راپور له‌مخې، بابر اعظم په ۸۲۴ نُمرو لومړی، روهېت شرما په ۷۶۵ دویم، ‏شوبمن ګېل په ۷۶۳ درېیم او افغان بریدګر توپ‌وهونکی رحمان‌الله ګُربز په ۶۹۲ نُمرو «اتم» مقام کې دی.

همداراز د ای‌سي‌سي په مخکېنۍ درجه‌بندۍ کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې پیلیز ‏توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ د نړۍ غورو توپوهونکو په کتار کې ۱۲م مقام ته ‏رسېدلی و.‏

نور ولولئ: نور احمد لکڼوال که د الماسو غمی؟

نور ولولئ: شاداب خان: راشد خان په ۲۴ توپونو ۲۴ ویکټې اخیستلو توان لري

۲۲ کلن رحمن‌الله د سوېلي افریقا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په یوه لوبه ‏کې ۱۰۵ منډې وکړې او مخکې له دې چې ۲۳ کلن شي «اوومه سلیزه» یې یې په خپل ‏لوبیز ریکارډ کې ثبت کړه.

هېره دې نه وي چې راشدخان بیا د یو ورځنیو سیالیو په نوې درجه بندۍ کې درېیم مقام ترلاسه کړی دی.

د رحمان الله ګربز وړتیاوې

د یادونې ده چې رحمان‌االله ګُربز په لنډه موده کې د هېواد ملي لوبډلې لپاره ‏غوره لاسته راوړنې ترلاسه کړي او د کرېکټ نړیوالې شورا هم ویلي چې نوموړی د ښه ځلېدو لپاره لا ډېر ‏ځوان دی.‏

ګربز چې د هند په مشهور سوداګریز لیګ ای پي ایل کې هم لوبېږي او په نړۍ کې یې په چټکۍ شهرت تر لاسه کړ، د توپوهنې ځانګړی استعداد لري او د نړۍ مشهور کرکټ پوهان یې پر وړتیاوو بحثونه کوي.

نوموړي هغه توپ وهونکی دی چې د یو ورځنیو لوبو په سیالیو کې یې خپله د توپ وهنې وړتیا ښوولې او تر ټولو ډېرې منډې یې کړي دي.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، چې د رکینګ په اتمه درجه کې یې ځای خپل کړی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button