تجارت خبرونه

ذبیح الله مجاهد: د افغان ملي ماڼۍ د جوړولو چارې پیل شوې

د طالبانو ویاند وايي، له دوه کلن ځند وروسته د افغان ملي ماڼۍ چارې بیا پیل شوې

یاده پروژه د طالبانو په راتګ سره په ټپه ولاړه وه، خو اوس طالبانو خبر ورکړ چې د جوړولو چارې یې بېرته پیل شوې او سر ته به ورسېږي.

د ملي پراختیا شرکت او افغان ملي بانک د یکشنبې په ورځ له دوو کلونو ځنډ وروسته د کابل ښار په دهمزنګ کې د افغان ملي ماڼۍ د بیارغولو پاتې چارې پیل کړې.

د یادې پروژې بشپړې شوې چارې

د دې پروژې مسوولان وايي، د افغان ملي ماڼۍ د جوړولو پروژې ۳۷ سلنه چارې دوه کاله وړاندې بشپړې شوي او ټاکل شوې چې څه باندې ۶۰ سلنه چارې یې تر دې وروسته بشپړې شي.

د ملي پراختیا شرکت د تصدۍ رييس محمدمیرویس ارغندیوال وايي، د دې ماڼۍ د جوړېدو ټولیز لګښت دوه میلیارډه افغانۍ دی او ټاکل شوې چې تر درېوو کلونو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نور ولولئ: طالبان وايي، د سالنګ لویه لار به تر نامعلومې مودې وتړل شي

نوموړی زیاتوي: «دا ماڼۍ دیارلس پوړیزه ده؛ درې پوړه یې سوداګریز او پاتې لس پوړه یې استوګنیز دي. په لسو پوړونو کې یې ۴۳۰ اپارتمانونه دي چې له جوړېدو وروسته به له درې‌نیم تر څلور زرو کسانو پورې په‌کې ژوند وکړي. د دې ماڼۍ د چارو بیا پیل لپاره له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ کسانو ته اړتیا ده. څلور ډوله اپارتمانونه په‌کې لرو چې د دوو کوټو نه تر پنځو پورې په‌کې دي. نور امکانات، جومات، کلینیک، د مطالعې او کافي‌شاپ ځایونه هم لري.»

دا پروژه افغان ملي بانک تمویلوي

په همدې حال کې د افغان ملي بانک رییس شاکر جلالي چې دا پروژه تمویلوي، وايي: «دا یوه ستره پروژه ده چې په ۱۳۸۹ کې یې چارې پیل شوې. ملي بانک له اونېکس شرکت سره د دې ماڼۍ د جوړېدو قرارداد کړی و، خو له دغه شرکت سره حقوقي اختلافونه پیدا شول. همدا لامل و چې دوه کاله یې چارې وځنډېدې. د ځنډېدو پر مهال د دې پروژې پر نیمګړتیاوو کار وشو، انشاالله تر ۱۴۰۵ کال پورې د دې پروژې چارې بشپړېږي.»

نور ولولئ: قوش تپې کانال؛ له جوړېدو سره یې ازبک چارواکي اندېښمن دي

یوشمېر هغه کسان چې په دې پروژې کې یې ونډه اخیستې او کورونه یې په‌کې پېرلي، د جوړولو د چارو بیا پیل په اړه خوښي څرګندوي او وايي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به ګڼ‌‌شمېر کورنۍ د اوسېدو ځای پیدا او له بې‌کورۍ څخه خلاص شي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د کابل کندهار لویه لار د رغولو په موخه نړولې، خو تر اوسه یې د چارو څرک نه معلومېږي او مساپرین له دې امله شکایتونه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button