ژوند

ذهني فشارونه د ماشومانو په راتلونکي ناوړه اغيز لري

خپل ماشومان ډېر مه مصروفه کوئ او له ذهني فشارونو يې خوندي کړئ

په ښوونځي کې ډېر کار او د شپې له خوا د تلویزیون او کمپیوټر ډېر استعمال کوچنيان له ذهني فشار سره مخ کوي. ډاکټرانو له يوې نوې څېړنې وروسته ویلي چې ذهني فشار په کوچنيانو کې د سر درد پیدا کېدو لامل کېږي.

دوی وايي په ښوونځيو کې پر کوچنيانو ډېر کار او بيا په کور کې تلویزیون کتل او کمپیوتر کارول ماشومان له ذهني فشار سره مخ کوي چې له امله ورته د سر درد او نورې ستونزې پیدا کيږي.

د ډاکټرانو په وينا زیاتره هغه کوچنيان د سر درد له ستونزې سره مخ کېږي چې په ذهني توګه له زيات فشار سره مخ وي.

د دې لپاره چې په کوچنيانو کې د سر درد ستونزه ختمه شي، بايد له ذهني فشاره لرې وساتل شي او د دې لپاره په کار ده چې په ښوونځيو کې ورته د تفريح او لوبو ډېر فرصتونه برابر شي، دا کار کولای شي هغوی له ذهني فشاره وساتي.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې د تلویزیون په کتلو او کمپيوټر په استعمال کې کمی هم په دې برخه کې مرسته کوي چې په وينا یې دا کار د يو کوچني په روغتيا کې مهمه ونډه لري.

د تلویزیون ډېر کتل د نورو ستونزو تر څنګ د سترګو د ديد د کمزورتيا سبب هم کېږي او د اورېدلو پر قوه هم ناوړه اغېز کوي، د ږغ ککړتیا رامنځ ته کوي او اعصاب اغیزمن کوي.

ځينې برنامې دې ماشومانو ته ځانګړې شي او د وخت په مديريت کې دې ورسره مرسته وشي

د ماشومانو لپاره بايد د تلویزیون پروګرامونه مشخص شي چې هغوی هر ډول پروګرامونه ونه ګوري ځکه چې دا د ماشوم پر روزنه هم ناوړه او منفي اغېز پرې ‌ايستلای شي.

که هڅه وشي چې د ماشوم د کارونو لپاره يو منظم پروګرام او مهالوېش را منځته شي چې درس ووايي، انځورګري او يا هم بل هنر وپالي، لوبې وکړي او په تلویزیون کې د خپلې خوښې پروګرام تعقيب کړي نو ماشوم له روغتيايي او جسمي اړخه نه متضرر کېږي.

که په خونه کې د اوږد وخت لپاره تلویزیون چالان وي دا هم د ماشوم او لويانو په ذهن فشار راوړي او ډېر وخت تلویزیون ته ناست پاتې کېدل د ټمبلۍ لامل ګرځي.

د دې تر څنګ چې ماشومانو ته په ښوونځيو کې د لوبو وخت زيات شي په کورونو کې دې هم د دوی د اضافي وخت ښه مديريت کولو لپاره منظمه برنامه جوړه شي.

که غواړو سالمه ټولنه ولرو بايد د ماشومانو روزلو او پاللو ته ډېر پام وکړو.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button