نړیوال خبرونه

راتلونکې هفته ټول دولتي مکتبونه پیلیږي

راتلونکې هفته ټول دولتي مکتبونه پیلیږي د افغانستان د معارف وزارت ویانده نوریه نزهت وایي، د کابینې د پرېکړې پربنسټ راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ له اول تر لسم ټولګي ټول مکتبونه شروع کیږي. د دې نه وړاندې د یولسم او دولسم تولګې درسونه لا مخکې يبل شوي.

باید یاده وکړو چې ,څه باندې پنځه میاشتو راپدېخوا د کرونا ویروس نه د خوندیتوب په موخه ټول ښوونځي بند شوي وو او د وږي په میاشت کې یوازې له لسم تر دولسم ټولګیو ښوونځي پیل شوي وو، خو تازه کابینې پرېکړه وکړه چې له اول نه تر لسم هغه ټولګیو پورې چې نه وو پیل شوي یو ځل بیا به د شنبې په ورځ خلاص شي .دويي له شاګردانو غوښتي دي چې باید مکتب ته د تلو په وخت کې د روغتیا وزارت په لارښوونو عمل وکړي تر څو د بیا ځلې کرونا خپرېدو نه مخنیوۍ وشي.

د لسم تر دولسمو ټولګیو پورې ښوونځي د وږي میاشتې پهېلومړۍ نېټه پیل شول، خو د عامې روغتیا وزارت او د پوهنې وزارت ښوونځیو ته امر کړی وو چې د کووېډ١٩ ناروغۍ نه د خوندیتوب په موخه دې ټول روغتیایي تدابیر مراعت کړي.د پوهنې وزارا ویلي وو، که په ښوونځیو کې د کووېډ١٩ ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوې، د هغې په صورت کې به بیا د ښوونځیو د تړلو په اړه پر پرېکړه غوروکړي.

د مکتبونو په پیلېدو سره ځای ځای په پلازمېنه کابل کې هم په یو شمېر ښوونځیو کې د کووېډ١٩ ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.دا ځکه پیل شوې چې ځینې شاګردان د کویډ۱۹ ناروغي مخنیوي لپاره په سمه توګه تدابیر نه کوي او نه هم د روغتیا وزارت په لارښوونوعمل کوي.

هېواد کې د هوا په ګرمېدو او د دوبي په راتلو سره د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ د مثبتو پېښو ثبت را کم شو چې په دې توګه د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو په ګډه سره د ښوونځیو د پرانیستلو طرحه جوړه کړه او د کابینې له لوري په تایید سره دولتي ښوونځي له لسم تر دولسم او خصوصي ښوننځي له اول تر دولسم تولکي شروع شول.

راتلونکې هفته ټول دولتي مکتبونه پیلیږي
راتلونکې هفته ټول دولتي مکتبونه پیلیږي

بلخوا بیا هم د هوا په سړېدو سره د کرونا ویروس ناروغۍ د بیا تیزی خپرېدنې او دویمې څپې وېره موجوده چې د روغتیا وزارت وایي له وړاندې ورته چمتووالی لري، خو که د امکان په صورت کې د کووېډ١٩ ناروغي بیا چټکه خپره شي ترې نه د خوندیتوب او مخنیوي په موخه به یو ځل بیا پوهنتونونه، ښوونځي او ټولې ښوونیزې ادارې بند شي.نو اوسمهال باید ټول شاګردان احتیات وکړي او د خپل ځانونو خیال وساتي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button