راشدخان هندي لوبغاړي يوژيندراچاهل ته د واده مبارکي ویلې

ځړول شوی:دسمبر 26, 2020 لخوا ځړول شوی:ارسلان تبصرې:0

راشد هندي لوبغاړي يوژيندراچاهل ته د واده مبارکي ویلې د افغانستان کرکټ لوبډلې مخکښ سپېنر راشد خان د هند کرکټ ملي لوبډلې توپ اچونکي يوژيندرا چاهل ته د واده مبارکي ورکړه.اونوموړي ته ېې د ښه ګډ ژوند دعا کړې ده

ښاغلی چاهل چې د اسټراليا پر وړاندې په شل اوريزو لوبو کې ولوبېده او بېرته هند ته ستون شوى دى، څو ورځې وړاندې يې هلته د يوې مشهورې يوټيوبرې دناشري ورما سره واده وکړ.يوژيندرا چاهل د خپل واده عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې هم خپاره کړي و، چې نه يوازې د هغه مينه والو، بلکې د کرکټ مشهورو لوبغاړو هم ورته مبارکي ورکړې وه.تازه راشد خان د يوژيندرا چاهل او د هغه د مېرمنې د واده پر مهال اخيستل شوى عکس په ټويټر کې خپور کړى دى

دغه ټویټ کې دوى ته يې د واده مبارکي ورکړې ده.ښاغلي خان يوژيندرا چاهل ته ليکلي دي، چې د ژوند د دې ښايستو او ځانګړو ورځو مبارکي درته وايم او له خوشحاليو ډک ګډ ژوند درته غواړم نوموړی دا ټویټ پرون کړی.او د نوموړی ټویټ ته خلکو په کمنټ ځوابونه هم ورکړي او نورو خلکو هم د هغه په ټویټ باندی چاهل ته میارکي ویلې.

يوژيندرا چاهل په ټويټر کې بېرته د راشد خان دغه ټويټ ته ريپلاى هم کړې ده او له هغه څخه يې مننه کړې ده. هغه ورته ليکلي دي: ((مننه خان صېب د يادولو وړ ده چې راشد خان اوسمهال په اسټراليا کې دى، چې هلته د بيګ باش سياليو کې د اډيليډ سټرايکرز لوبډلې لپاره لوبېږي،

بل لور ته د جنورۍ په مياشت کې افغانستان د ايرلېنډ لوبډلې سره هم ٣ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې لري، خو تراوسه پورې يې ځاى نه دى مشخص شوى، چې دا لوبې به چېرته ترسره کېږي.هیره دې نه وي چې ښاغلی راشد خان د افغانستان ټیم ته د ملا یر حیثیت لري او هره لوبه کې ورته لاسته راوړنو سره بیرته رازي نوموړی په ډېرو وېکټو اخیستو باندې هم مشهور دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *