لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

راشد خان د نړۍاول نمبر بالرشو

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي مشهور پلیرراشدخان ارمان پرون شنبه د ملي سپورټ پر رسمي فیسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه د خپل لوبیز او شخصي ژوند په اړه وږغېد. هغه د کرکیټ نړیوالي شورا له خوا د تازه خپرې سوي درجه بندیۍ په اړه وویل، چي ما او هیوادوالو ته د ویاړ ځای دئ، چي زه په شل آوریزه سیالیو کي د نړۍ لومړی توپ اچونکی یم.

هغه زیاته کړه:

«یو نیم یا دوه کاله کیږي، چي زه د شل آوریزه سیالیو په درجه بندۍ کي د نړۍ لومړی توپ اچونکی یم، دا زما او ټولو هیوادوالو لپاه د افتخار ځای دئ، زما هڅه داده تر څو پر همدې ځای پاته سم او دا مقام وساتم»

د تیري جمعې په ورځ د کرکیټ نړیوالي شورا یا آی سي سي د لوبډلو او لوبغاړو ترمنځ نړیوالۍ درجه بندۍ اعلان کړې، چي د شل آوریزه سیالیو په توپ اچونکو کي راشدخان آرمان او مجیب الرحمن ځدران خپل پخواني ځایونه ساتلي او د نړۍ پر توپ اچونکو باچاهي کوي.

آی سي سي د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کي د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي دوه لوبغاړي راشدخان په لومړي مقام او مجیب الرحمن ځداران یې بیا په دوهم مقام کي راوستلی.

راشدخان آرمان ته په یاده درجه بندي کي ۷۳۶ نمرې ورکول شوي، خو مجیب ته بیا ۷۳۰ نمرې ورکول شوي.

د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کي لس غوره توپ اچونکي:

ـ افغان لوبغاړی راشدخان آرمان؛   ـ افغان لوبغاړی مجیب الرحمن ځدران؛   ـ آسټرالوی آدم زیمپا؛

ـ د آسټرالیا بل لوبغاړی اشټون آګر؛  ـ د سویلي افریقا تبریز شمسي؛   ـ د انګلستان چریس جورډن؛

ـ د نیوزیلینډ میچل سانټینر؛    ـ د پاکستان عماد وصیم؛  ـ د انګلستان عادل رشید؛  ـ د پاکستان شاداب خان؛

هاخوا بیا د یو ورځنیو سیالیو په نړیواله درجه بندي کي افغان لوبغاړی مجیب الرحمن درېیم ځای لري او راشدخان بیا په یوولسم ځای کي دئ

راشد خان د نړۍاول نمبر بالرشو

د یو ورځنیو سیالیو په نړیواله درجه بندي کي لس غوره توپ اچونکي:

ـ د نیوزیلینډ ټرین بولټ؛   د هندوستان جسپریت بومرا؛  

ـ افغان لوبغاړی مجیب الرحمن؛   ـ د آسټرالیا پات کومینز   ـ د سویلي افریقا کیګسو ریباډا؛  ـ د انګلستان کریس ووکس؛   ـ د پاکستان محمد عامر؛   ـ د نیوزیلینډ مات هینري؛     ـ د نیوزیلینډ لاچلن پرګوسن؛   ـ د آسټرالیا میچل سټارک؛

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button