لوبېلوبې خبرونه

راشد خان ولې له بېګ‌باش سیالیو بهر کړی شو

رسنیو راپور ورکړی چې راشد له بېګ‌باش سیالیو بهر کړل شوی او نه شي په کې لوبېدلی

رسنیو ویلي چې راشد خان په ملا کې درد لري، له همدې امله په بیګ‌باش سیالیو کې نه دی اخیستل شوی او سږ کال به په کې ونه لوبېږي.

د اسټرالیا رسنیو هم ویلي، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان د اسټرالیا د راتلونکي بېګ باش لوبو څخه په ملا کې د ستونزې له امله د سږکال راروانو سیالیو څخه بهر شوی.

نور ولولئ: د راشد خان نوی ریکارډ؛ په دریو توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول

راشد خان د افغانستان په ملي لوبډله کې په جادوګر سپېن بالر مشهور دی. دارنګه په هند او نورو نړیوالو لیګونو کې هم د یوه غښتلي لوبغاړي په توګه ورته کتل کېږي، ځکه راشد خان هغه وړتیاوې لري چې په نړۍ کې ډېر لږ لوبغاړي ورڅخه برخمن دي.

راشد خان د بېګ‌باش په کومه لوبډله کې و؟

پنځه ویشت کلن راشد خان چې د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې د اډیلېډ سټرایکرز لوبډلې غړی پاتې شوی و، په ملا کې د یوه کوچني عملیات له امله په سږنې بېګ باش لوبو کې نه لوبېږي. د اډیلیډ سټرایکرز لوبډلې په سږني لیګ کې د راشد خان نه لوبېدل تایید کړي دي.

نور ولولئ: د لوبې پر مهال د راشد خان حرکات او د هغه راښکونکې ننداره

د سټرایکرز کرېکټ عمومي مدیر ټیم نېلسن وايي:« راشد د سټرایکرانو یو محبوب غړی او د مینه‌والو د خوښې وړ دی، چې له اوو کلونو راهیسې زموږ سره دی؛ نو د خان په نشتون کې به دا دوبۍ بې خونده وي.»

بېګ‌باش لوبو ته د راشد خان ورتګ

راشد خان په ۲۰۱۷ کال کې د سترایکرز لوبډلې له پاره په بېګ باش سیالیو کې لوبې پیل کړې او ۱۷.۵۱ په اوسط یې ۹۸ ویکټې اخیستې دي.

اسټرالیا د روان کال په جنورۍ میاشت کې له افغانستان سره د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ په افغانستان کې ښونځیو ته د نجونو تګ د مخنیوي په غبرګون کې لغوه کړې، هغه مهال نوین الحق او راشد د اسټرالیا د یادې پرېکړې په غبرګون کې د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې خپل ګډون هم لغوه کړی و.

په نړیوال جام سیالیو کې افغان لوبډله په داسې قوت له اسټرالیا سره لوبه وکړه چې نږدې و، تر سلو منډو پورې یې ټول اسټرالیایي لوبغاړي وسوزوي، خو میکسویل د افغان لوبغاړو د میس فیلډینګ له امله نا سوزلی پاتې شو او د اسټرالیا لوبډلې مخ یې ورسم کړ او لوبه د دوی په ګټه پایته ورسېده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button