لوبې

راشید خپل ټیم ته بریا ور په برخه کړه

افغان ستوري لوبغاړي راشد خان یو ځل بیا په کرابین لیګ کې خپله لوبډله کیټس پیټریوټس بریالۍ کړه؛ هغه په غوره ایکانومۍ سره توپ اچونه وکړه، خو کومه ویکټ یې ترلاسه نشوه کړای.

د راشید خان بریاوې 

راشد خان د خپلې لوبډلې په ګټه څلور اورونه ترسره کړل، چې اور یې میډن یعنې پرته له کومې منډې ترسره کړه، ۱۲ منډې یې ورکړې، چې په دې سره د هغه ایکانومي یوازې ۳ وه او په توپ وهنه کې په صفر وسوځېده. په دغه لوبه کې لومړی توپ وهنه د راشد خان لوبډلې کیټس پیټریوټس ترسره کړه، چې په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۳ منډې وکړې، چې شریفین راترفورډ پکې ۷۸ زیاتې منډې جوړې کړې او ډویالډ بریویس په یو اور کې پنځه پرلپسې شپږیزې هم ووهلې.

نور یی ولوله | افغانستان ولې له پیاوړو لوبډلو سره لوبې نه کوي؟

نور یی ولوله | سمیع الله شینواری ولې غوصه دی ؟

راشید خان او ټیم ېې 

د ټرېنباګو نایټ رایډرز له خوا ډارن دوپاویلن غوره توپ اچونه وکړه، هغه درې لوبغاړي وسوځول، همدغه راز عقیل حسین، اندري رسل او سمېت پټېل یوه-یوه ویکټ واخیسته. د ۱۶۴ منډو هدف په تعقیب د ټرېنباګو نایټ رایډرز لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو د ټایم سفریټ ۵۹ منډو په مرسته ۱۵۶ منډې وکړې او دغه لوبه یې ۶ منډو په توپیر وبایلله.

د کیټس پیټریوټس لپاره شیلډن کوتریل غوره تمام شو، هغه درې لوبغاړي وسوځول. همدغه راز ډوین براوو او کوین سینکلیر دوه-دوه لوبغاړي تر پویلین ولېږل.راشید خان د دې وړاندې هم په دا ډول لیکونو کې ښه کارکردګې ښودلې ده او اکثر ېې خپل ټیم یا لوبډلې ته بریا ور په برخه کړې ده

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button