نړیوال خبرونه

سمیع الله شینواری ولې غوصه دی ؟

تېره ورځ افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي نړیوال شل اوریز جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې د یو یا دوه لوبغاړو پرته د مینه والو د خوښې لوبډله ده او همدا لامل دی، چې په ټولنیزو رسنیو کې هم په دغه ټاکل شوې لوبډله باندې خلکو خوښي ښکاره کړه.

افغان لوبغړي.

که څه هم د لوبډلې د اعلان نه مخکې په ټولنیزو رسنیو کې په لوبډله کې د بېلا بېلو لوبغاړو د اخیستل کېدو لپاره غږونه پورته کېدل، چې ځینو کسانو د ځینو پخوانیو لوبغاړو د اخیستل کېدو لپاره پوسټونه کول، خو زیات شمېر کسانو بیا غوښتنه کوله، چې باید یوه ځوانه لوبډله انتخاب شي. د لوبډلې له اعلان وروسته اوس تازه سمیع الله شینواري هم خپل غبرګون ښکاره کړی دی. هغه چې څو کاله وروسته اسیا جام ته اخیستل شوی و، یوازې په یوه لوبه کې د لوبېدو چانس ورکړل شو، خو د یو کېچ له غورځولو پرته یې نه هم توپوهنه ترسره کړه او نه هم توپ اچونه.

نوموړي په خپله رسمي فیسبوکپاڼه کې د فیسبوک عکس خپور کړی دی او لیکلي یې دي: ((فیسبوک زنده باد)) چې له دې سره یې د مسکا یوه ایموجي هم ورکړې ده، ګوا کې هغه وايي، چې نړیوال شل اوریز جام ته لوبډله د فیسبوک په خوښه انتخاب یا غوره شوې ده.

نور یی ولوله | فیض‌اباد کې د یوه کتابتون له پرانیستل کېدو د فرهنګیانو او اوسېدونکو هرکلی

نور یی ولوله | د شانګهای غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د سولې ټینګښت خپل لومړیتوب وباله

د نړیوال جام سکوا

قیس احمد چې د اسیا جام لپاره د لوبډلې د اعلان وروسته یې په خپله فیسبوکپاڼه کې یو پوسټ کړی و او لیکلي یې و، چې لایف به راځي او د کرکټ په اړه به بنډار کوي، وروسته یې خپل هغه پوسټ ډیلیټ کړ، چې نوموړی دا ځل د نړیوال شل اوریز جام لپاره په لوبډله کې اخیستل شوی دی. سمیع الله شینواري ته په دغه پوسټ باندې لسګونه کسانو په تبصرو کې لیکلي دي، چې نور یې د کرکټ وخت ختم شوی دی او باید په درناوي دې له نړیوال کرکټ څخه استعفا ورکړي..

خو سمیع الله شینواری او نور احمد لکڼوال د څه لپاره په اسیا جام کې اخیستل شوي و، په دې باندې تراوسه پورې د کرکټ مینه وال هم نه دي خبر او نه هم کرکټ بورډ په دې اړه څه ویلي دي، چې اسیا جام ته یې ولې اخیستي و او نړیوال جام ته یې ولې وانخیستل

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button