Uncategorized

روسیه په افغانستان کې د امریکا د جنګي جنایتونو څېړل غواړي

روسی ډیپلوماټ تینګار کوي چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو جنګي جنایتونه باید وڅېړل شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د روسیې ډیپلوماتیک ماموریت ټینګار کړی چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د جنګي جنایتونو په اړه د معلوماتو راټولول باید لومړیتوب ولري. خو دا کېدلی شي چې د مسکو او واشنګټن تر منځ ډيپلوماټیک فشار وي چې په یوه او بل یې لګوي. د شنونکو په باور تر ننه هم افغانان د شوروي اتحاد پر بمونو وژل کېږي او د هغه د تېري له امله لا هم افغانان بیه پرې کوي او هېواد یې ناارامه دی.

روسي ديپلومات “يروسلاو ياريمين” د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وويل: “نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې د امريکا او ناټو پوځيانو د خپل شل کلن شتون په ترڅ کې د جنګي جرمونو يادونه وکړي.”

نور ولولئ: له افغانستان نه د وګړو ایستلو کې د بریتانیا پر خارجه وزارت د بې پروګرامۍ او ګډوډۍ تورونه لګیدلی

هغه زیاته کړه: “په کار ده چې د معلوماتو د راټولولو او په افغانستان کې د امریکا او ناټو د جنایتونو د افشا کولو او د هغوی د افشا کولو لپاره کار ته دوام ورکړو.”

د بشري مرستو سیاسي کول

دغه روسي ديپلومات وويل: د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د سياسي کولو او د ځينو ژمنو له عملي کولو سره د تړلو لپاره د امريکا او د هغې د متحدينو هڅې د منلو وړ نه دي.

یاریومین یادونه وکړه، «په افغانستان کې د ثبات او امنیت اسانتیا د روسیې لومړیتوب دی

افغانستان او د اوږدمهاله سولې په اړه د مسکو نظر

دغه روسي دیپلومات ویلي، مسکو ډاډمن دی، چې په افغانستان کې اوږدمهاله سوله به د ټولې سیمې د ښه پرمختګ لامل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې “ماریا زاخارووا” هم د روان کال په اپریل میاشت کې ویلي وو چې د جرمونو نړیواله محکمه (هیګ) د امریکا اطاعت کوي او له همدې امله یې په افغانستان او عراق کې د امریکا او ناټو د جرمونو له څیړلو څخه ډډه وکړه.

شنونکي ورته غوښتنې د امریکا او مخالفانو ترمنځ یې دیپلوماتیکه جګړه بولي او وایي، چې په دې ډول افغانستان د خپلو لوبو په مرکز لا نور بدلول غواړي.

روسیه خپله هم پر افغانستان د تېري پر مهال په پراخو جنګي جنایتونو تورنه ده، خو تر اوسه نه د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نه هم نړیوالې محکمې ددغو جنګي جنایتونو په څېړلو کې کومه علاقه ښودلي ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button