کورني خبرونه

له افغانستان نه د وګړو ایستلو کې د بریتانیا پر خارجه وزارت د بې پروګرامۍ او ګډوډۍ تورونه لګیدلی

 افغانستان افغانستان

له افغانستان څخه د  وګړو  ایستلو لړ کې د بریتانیا پر خارجه  وزارت د ې پروګرامۍ او ګډوډۍ تورون کړی خو حکومت دا تورونه رد کړي د بریتانیا خارجه  وزارت یوه مخکنی  کارکوونکي پر یاد وزارت تورن کړی  چې له افغانستان څخه  د هغو وګړو  ایستلو پروګرام یې کډوډ او بې ګټې وو.

 چې د طالبانو له واکمنۍ څخه  وروسته یې په هېواد کې ژوند له خطر سره مخامخ و. رافایل مارشال چې په سپتمبر میاشت کې یې د ګوښه کېدو تر مهال د بریتانیا په خارجه  وزارت کې پر مهمه دنده فعالیت کول  وايي د وزارت په بېړنۍ څانګه کې کارکوونکي لږ دي او د هغو افغانانو ټاکل  چې له هغه هېواده څخه  په بریتانوي الوتکو کې تر سره کېدل بې پروګرامه او ګډوډ  وو. د بریتانیا خارجه وزارت دې پخواني مقام د خپل هېواد پارلمان کې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي احتمالاً داسې ۱۵۰۰۰۰ افغانانو له خپل هېواده څخه د وتلو غوښتنلیکونه .

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

 وړاندې کړي چې له بریتانیا سره د اړیکو له امله  له خطر سره مخامخ وو خو وایی یې له پنځه سلنې  څخه هم لږ  وګړو  سره همکاری  شوې. نوموړی زیاته کړی  ښکاره  خبره ده ځینې هغه وګړی  چې ځای پر ځای پرېښوول شوي  د طالبانو له اړخ  وژل شوي. رافایل مارشال په خپله شاهدۍ کې د بریتانیا هغه مهال خارجه  وزیر ډومېنیک راب هم تور لګولی  چې  وایی پرېکړه کولو کې یې تګلاره پڅه  وه د نوموړي ویلی  چی د ښاغلي راب له اړخ  به یې د برېښنالیکونو ځواب ته  ساعتونو پورې انتظار کاوه.

او په خبره یې داسې فکر کوي چې خارجه  وزیر په بشپړه ډول یی وضعیت نه و درک کړی. دا سرچینه وايي پر افغان مرکز کابل د طالبانو له واکمنۍ څخه  وروسته بریتانیا ۱۵۰۰۰ وګړی د هوايی عملیاتو له اړخ  له افغانستان څخه  ویستلی.

  چې ۵۰۰۰ بریتانویان، ۸۰۰۰ افغانان او ۲۰۰۰ کوچنیان هم  پکې شامل وو د بریتانیا حکومت یوې سرچینې  رسماً له افغانستان څخه د وګړو  ایستلو عملیاتو له پای ته رسېدو نه  وروسته هم دې لړۍ دوام کړی بریتانیا نژدې ۳۰۰۰ وګړی له  هېواده څخه  ایستلي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button