Uncategorized

روسیه کې ټاکنې؛ د پوتین د کامیابۍ احتمال ډېر دی

روسیه کې د ۲۰۲۴ کال ټاکنې کېږي او رایه اچول هم پیل شوي دي

که چېرته د روسیې په دغه ټاکنو کې بریالی شي، نو تر ۲۰۳۰ پورې به د روسیې ولسمشر وي.

د روسیې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایو اچول پېل شوي دي، یقیني ده چې ولادیمیرپوتین به د یوې بلې شپږ کلنې دورې لپاره واکمن وي.

د رایو اچول به درې ورځې دوام وکړي، خو د نتیجې په اړه شک نشته ځکه ۷۱ کلن پوتین کوم جدي سیال نه لري.

پوتین ته د دولتي رسنیو کمپاین

د ښاغلي پوتین د کاندیدۍ له اعلان وروسته سملاسي د دولتي رسنیو ماشین په کار پېل وکړ او پر ټولو دولتي تلویزیوني کانالونو کې د یو ملي مشر په توګه د هغه ستاینې کېدې چې د هر بل سیال پرتله د هېواد د مشرۍ لپاره ښه وړتیا لري.

russia election (1)
په روسیه کې د ۲۰۲۴ کال ټاکنې، رایه اچونه پیل شوې ده

د دولتي تلویزیون یو خبریال په خپل راپور کې وویل: “د ولسمشر ملاتړ یواځې په ګوند پورې محدود نه دی، ولادیمیرپوتین د ټولو خلکو نوماند دی”.

نور ولولئ: روسیه: د اوکراین باخموت ښار مو نیولی؛ اوکراین وايي جګړه لا روانه ده

نور ولولئ: پر روسیه د اوکرایین ستر برید شنډ شوی

نور ولولئ: روسیه: د ملېشه ځواک ‘واګنر’ مشر پر بغاوت تورن شو

ولادیمیرپوتین د شوروي دیکتاتور جوزېف ستالین له وخت راهیسې له نورو ټولو روسي واکمنو ډېره موده په واک کې پاتې شوی.

پخوا د روسیې د اساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ د کار موده دوه دورو پورې محدوده وه، خو دا قانون بدل شو او اوس دی کولای شي په ۲۰۳۰ کې هم د یوې بلې شپږ کلنې دورې لپاره ځان کاندید کړي.

پوتین ته په روسیه کې کوم سیاسي ګواښ نه شته

ولسمشر پوتین د خپل کار په موده کې په منظمه توګه پر واک باندې خپلې منګولې ټینګې کړې او واکمنۍ لپاره یې کوم واقعي ګواښ نه دی پاتې.

russia election
روسیه کې ټاکنې؛ د پوتین د کامیابۍ احتمال ډېر دی

د هغه ډاګیزه منتقدین مړه دي، زندان کې دي او یا له هېواده بهر په تبعید کې ژوند کوي، خو کریملین کلک هوډ لري چې د روسیې د ټاکنو پروسې ته قانوني بڼه ورکړي.

د ټاکنو نتیجې معلومې دي خو چارواکي خلک هڅوي چې ټاکنو کې دې ګډون وکړي، چې دا به د ولسمشر د ولسي صلاحیت لپاره د شواهدو په توګه وړاندې کيږي.

په ټاکنو کې به د روسیې مشر سره د کمونست ګوند نوماند نیکولای خاریتونوف سیالي کوي. کمونست ګوند د روسیې دویم ګوند دی چې ډېر پلویان لري.

د شوروي اتحاد له ړنګېدو ۳۰ کاله وروسته دا ګوند خپل ملاتړ له وړو خو وفادارو خلکو ډلو څخه ترلاسه کوي چې د تېرې شورې دورې پلویان دي.

د روسیې او اوکراین جګړې ته په کتو روسان د روسیې ولسمشرۍ لپاره له ویلادیمیر پوتین بل ښه انتخاب نه لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button