نړیوال خبرونه

روسیې تازه د اوکراین پر ځینو ښارونو مزایل توغولي چې مرګ ژوبله هم لري

شیبه وړاندې د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړ چې تازه یې د اوکراین ځینې ښارونه په نښه کړي دي

د روسیې بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د کېیف، اودیسا، دنیپروپیتروفسک، خارکیف او لویو پر ښارونو بریدونه کړي دي.

نن جمعه (۲۹/۱۲/۲۰۲۳) د ځای وخت د سهار لومړیو ساعتونو کې د روسیې بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د کېیف، اودیسا، دنیپروپیتروفسک، خارکیف او لویو پر ښارونو بریدونه کړي دي، چې ورسره په یادو ښارونو کې د هوايي بریدونو خبرداری هم غږولی شوی دی.

د روسیې دغو تازه بریدونو اوکراینیانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د مسکو په دې وروسته برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه اوکرایني اتباع وژل شوي دي.

نور ولولئ: اوکراین ادعا کوي چې درې روسۍ جنګي جیټ راپرځولې

دا بریدونه د فیودوسیا بندر کې د اوکراین له لوري د روسیې پر یوې جنګي بېړۍ له برید وروسته شوي دي.

مسکو پر اوکراین کوم ډول مزایل توغولي؟

د اوکرایین د هوايي ځواک ویاند یوري ايحنات وايي: “روسیې له هایپرسونیک، بالستیک او ۲۲ (X۲۲ ) توغنديو څخه کار اخیستی، چې څارل او مخنیوی یې خورا ستونزمن دی.” په یادو بریدونو کې خارکیف چې د روسیې له پولې څلویښت کیلومتره لرې پروت دی هم په نښه شوی دی.

د کېیف ښاروال ویتالي کلیچکو وايي، پلازمینه کې د هوايي بریدونو دفاعي اداره هڅه کوي، چې د روسیې بریدونه شنډ کړي او له خلکو یې وغوښتل، چې په خوندي ځایونو کې پاتې شي.

په خارکیف ښار کې اوښتی زیان

د خارکیف ښاروال ایګور ترخوف هم ویلي، چې پر دې ښار د یو لړ بریدونو په ترڅ کې یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.

نور ولولئ: د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر اوکراین د امریکا لپاره دویم مقام بللی

د اوکرایین په سویل کې د اودیسا ښاروال بیا وايي، چې د غورځیدلې بې پیلوټه الوتکې د ټوټو له امله یوې ودانۍ کې اور لګېدلی دی.

د اوکرايین په لوېديځ کې د لویو ښار ښاروال اندري سادوي هم وايي، چې په ښار کې لږ تر لږه دوه ځایونه په نښه شوي دي.

دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې شوي، چې د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د امریکا متحده ایالاتو لخوا د ۲۵۰ میلیون ډالرو پوځي مرستې له کبله مننه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې د اوکراین ولسمشر له غربي هېوادونو ګیله کړې وه او ویلي یې چې که د مرستو لاس ورنه کړي نو د مسکو پر وړاندې به اوسنۍ جګړه بایلي.

امریکا او غربي هېوادونه د مسکو پر وړاندې د اوکراین ملاتړ کوي او د جنګ لپاره پرمختللي وسلې ورته برابروي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button