روسیې ته د افغان پلاوي سفر؛ کابلوف د اقتصادي خبرو خبر ورکړی

ضمیر کابلوف وايي، روسیې ته د افغان پلاوي سفر د دواړو لوریو پر هوکړې پورې تړلی دی او موخه به یې د اقتصادي قراردادونو لاسلیک وي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، ښايي افغان پلاوي په نږدې راتلونکي کې مسکو ته سفرونه وکړي او له روسي چارواکو سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
د روسیې دولتي خبري اژانس «ټاس» د راپور له مخې، کابلوف دغه څرګندونې کابل ته د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک له وروستي سفر وروسته کړې دي.
د کابلوف په وینا، روسیې ته د افغان پلاوي سفر د دواړو لوریو پر هوکړې پورې تړلی دی.
روسیې ته د افغان پلاوي سفر او اقتصادي همکارۍ
کابلوف ویلي، د دغو سفرونو اساسي موخه به د اقتصاد په بېلابېلو برخو کې د ځانګړو قراردادونو او سوداګریزو هوکړو لاسلیکول وي.
نوموړي زیاته کړې چې کابل ته د روسیې د لوړپوړي پلاوي وروستي سفر په افغانستان کې لېوالتیا رامنځته کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو لپاره یې نوي فرصتونه برابر کړي دي.
روسیې ته د افغان پلاوي سفر لپاره تر اوسه کومه مشخصه نېټه نه ده په ډاګه شوې.
د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګریز قراردادونه
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د نومبر په ۱۲مه کابل ته سفر کړی و.
هغه د دغه سفر پر مهال د طالبانو له رئیسالوزرا، اقتصادي مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي وو.
اوورچوک ویلي چې کابل ته د سفر پر مهال روسي شرکتونو افغانستان ته د غلو دانو، اوړو، درملو او برېښنايي وسایلو د صادرولو په موخه یو شمېر سوداګریز قراردادونه لاسلیک کړي دي.
په ورکړل شویو معلوماتو کې د دغو قراردادونو د ټولیز ارزښت او د عملي کېدو د مهالوېش په اړه جزئیات نه دي وړاندې شوي.



