نړیوال خبرونه

روغتيا وزارت: طبي وسايل د کرونا ویروس لپاره کم دي

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د طبي وسايلو يا تجهيزاتو له کمښت سره مخ شوى دى. د ياد وزارت زهبري پلاوۍ وايي چې د طبي وسايلو کمښت د کورونا ويروس د سمپلونو ټېسټونوپروسه هم له سستۍ سره مخ کړى دى.

د یاد وزارت چارواکي وايي، چې دوى ته د ورځې په اوسط ډول د کورونا ويروس ٢ زره مشکوکه سمپلونه ورځي، خو دوى يوازې له زرو تر يو نيم زرو پورې د معاينې توان لري.او نور ټیسټونه نه کيږي او پاتې کېږي ډیر خلک بلې ورځ ته پاتې کېږي

بل لوري ته عام خلک بيا شکايت کوي چې د دوى سمپلونه په وخت نه ټېسټ کېږي او له دې امله دوى له ګڼو مشکلاتو سره مخ دي.ناروغان ېې د سخت تکلیف سره مخ دي دويي له دولت نه غوښتنه لري چې دغه طبي وسایلو لپاره امکانات برابر کړي ترڅو عام وګړي له دغې امکاناتو څخه فایده واخلي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د کابل په شمول ټول ولایاتو کې کرونا ویروس خپورشوۍ وو او دغه ولایتونو کې هم سم سهولیات نه وو برابر شوي د افغانستان دولت ته پکار دي چې کرونا ویروس جدي ونیسي او د روغتیا وزارت لپاره طبي وسایلو غم وکړي ترڅو کرونا سره په سمه توګه مبارزه وکړي.

که څه هم ډیرۍ هیوادونو افغانستان سره د کرونا سره مبارزې په برخه کې مرسته کړې ده خو بیا هم افغانستان په دغه برخه کې کومک او مرستې ته ضرورت لري

څه باندې یو میاشت مښکې متحده عربي اماراتو افغانستنان سره د کرونا ویروس سره مبارزې په برخه کې کومک کړۍ وو او طبي وسایل ېې ورته راستولي وو نو باید دغه طبي وسایل په سمه توګه کارول شوي وۍ اوس به د عامې روغتیا وزارت د طبي وسایلو د کمښت سره نه وۍ مخ شوي.

په افغانستان کې تر دې مهاله پورې ١٧ زره شاوخوا کسان کورونا نيولي دي او ورځ تر بلې دا لړۍ پر مخ بره روانه ده.که حالات د دولت د قابو نه ووتل نو ښايي دغه لړۍ به نوره هم دوام وکړي او افغانستان کې به د کرونا له امله لکاو کسان په دغه ناروغۍ اخته او مړه شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button