نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

روغتیا نړیوال سازمان ویلی کورونا راتلونکي پسرلي اروپا کې ۷ لکه نور وګړی وژلی شي

 

 اروپا  اروپا

روغتیا نړیوال سازمان ویلی چی کورونا  راتلونکي پسرلي  پوری  اروپا کې تر  ۷ لکه نور وګړی هم   وژلی شي د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې کورونا  ناروغی کولای شي چې تر راتلونکې مارچ میاشتې پوری  په اروپا او د اسیا ځینو برخو کې ۷ لکه نور وګړی  هم ووژني

کورونا ناروغۍ په هغو ۵۳ هېوادونو کې چې د روغتیا نړیوال سازمان یې اروپایي ساحه بولي وار د مخه یو نیم میلیون وګړی  وژلي‌ دي. یاد سازمان وایي تر راتلونکي پسرلي پوری  له دې ډلې په ۴۹ هېوادونو کې به روغتونونو کې د سختو  ناروغانو شمېر خورا لوړ شي. دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې ټوله اروپا کې د کورونا ناروغۍ مثبتو پېښو شمېر په خورا  زیاتېدو دی او حکومتونه یې اندېښمن دی  اتریش وار د مخه په ټول هېواد کې قرنطین اعلان کړی او ګڼو نورو اروپایي هېوادونو هم په دې تړاو غور پیل کړی.

د فرانسې، جرمني او یونان په ګډون ځینې هېوادونه ښایي خپلو واکسین کړی  وګړو ته سپارښتنه وکړي چې د دریم ځل لپاره دې بیا هم واکسین وکړی. خو ګڼو اروپایي هېوادونو کې د حکومتونو د تازه ګامونو او بندیزونو پر ضد لاریونونه  هم شوي. تر ټولو پراخه لاریونونه په هالنډ کې ولیدل شو چېرې چې پرلپسې څو شپې د پولیسو او احتجاج کوونکو ترمنځ اختلافات  روان و خو د روغتیا نړیوال سازمان خپله تازه اعلامیه کې ویلي کورونا ناروغی دا مهال په اروپایي ساحه کې د وګړو د مړینې تر ټولو لوی لامل دی. یاد سازمان همدا رنګه  ویلي

دا هم ولولئ | کابل کی د پاسپورټونه ویش موقتی بند او نورو ولایتو کی روان دی

په تېرو څو ورځو کې د کورونا ناروغۍ له امله  د ورځنیو مړینو شمېر دوه چنده شوی او ۴۲۰۰ ته رسېدلی. یواځی په روسیه کې په دې وروستیو کې له کورونا ناروغۍد ورځنیو مړینو شمېر له ۱۲۰۰ پوری  اوښتی. یاد  سازمان وایي د دې مړینو لوی لامل د کورونا ناروغۍ ډېلټا بڼه او هغه وګړی  دي چې واکسین یې نه دی

لګولی.د دې سازمان د اروپا څانګې مشر ډاکټر هانس کلوګ پر وګړو غږ کړی چې واکسین ولګوي او د بېځایه تراژیدۍ مخه دې ونیسي. یادونی وړ  ده  چې د روغتیا نړیوال سازمان د اروپایي هېوادونو په شمول  اسرائیل او د تاجکستان او ازبکستان په څېر د مرکزي اسیا ځینې هېوادونه هم د اروپایي ساحې برخه بولي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button