لوبې

روهېت شرما د شل اوریزو لوبو ترټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی شو

د هند کرکټ لوبډلې پیلیز توپ وهونکي او لوبډلمشر روهېت شرما د خپلې لوبډلې د مارټن ګوپټل ریکارډ مات کړ او لومړی توپ وهونکی شو، چې په نړیوالو شل اوریزه لوبو کې زیاتې منډې جوړوي.

روهېت شرما د سریلانکا پر وړاندې د روانې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د ۴۴ منډو په جوړولو په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې لومړنی توپ وهونکی شو، چې زیاتې منډې جوړوي.

نور یی ولوله | ملتان سلطانز لوبډلې د پي ایس ایل پایلوبې ته لار وموندله

روهېت شرما په ۱۲۳ لوبو کې د ۳۳۰۷ منډو په لرلو سره لومړی مقام لري. له نوموړي وروسته مارټن ګوپټل په ۱۱۲ لوبو کې ۳۲۹۹ منډو سره په دې نوملړ کې دویم مقام لري.

همدا راز ویرات کوهلي په ۹۷ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د ۳۲۹۶ منډو په لرلو سره دریم مقام لري او پال سټرلینګ په ۱۰۲ لوبو کې ۲۷۷۶ منډو په لرلو سره څلورم مقام لري.

په دې نوملړ کې افغان لوبغاړی محمد شهزاد هم شتون لري، خو هغه ۱۴م مقام لري او په ۷۰ لوبو کې ۲۰۱۵ منډې لري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button