لوبې

ملتان سلطانز لوبډلې د پي ایس ایل پایلوبې ته لار وموندله

بیګا په پي ایس ایل کې ملتان سلطانز یو ځل بیا د لاهور قلندرز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغه لیګ تر پایلوبې ورسېده.

بیګا د پاکستان سوپر لیګ په کوالیفای لوبه د لاهور قلندرز او ملتان سلطانز لوبډلو ترمنځ په لاهور کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې لاهور پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

ملتان سلطانز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې وکړې، چې له ډلې یې محمد رضوان ۵۳، امیر عظمت ۳۳ او ریلي روسو ۶۵ زیاتې منډې وکړې. د لاهور قلندرز له خوا سمېت پټیل او محمد حفیظ ۱-۱ لوبغاړي وسوځاوه.

نور یی ولوله | ازبکستان د افغانستان، ایران او هند له چابهار هوکړې سره ‘یو ځای شو

د ۱۶۴ منډو هدف په تعقیب د لاهور قلندرز لوبډلې د ۹ ویکټو په زیان ۱۳۵ منډې وکړې او په ۳۹ منډو ماتې وخوړه، چې ملتان تر پایلوبې او لاهور قلندرز به بله کوالیفای لوبه وکړي.

د دوی لخوا فخر زمان ۶۳ او کامران غلام ۲۰ زیاتې منډې وکړې. د ملتان سلطانز لوبډلې لخوا شاهنواز دهاني ۳، ډیویډ ویلي ۲، اصف افریدي، رومن ریس او خوشدل شاه ۱-۱ ویکټ واخیسته. د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه شاهنواز دهاني ترلاسه کړه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button