ژوند

روژه کې پیاده مزل څومره فایده لري؟

روژه کې پیاده مزل څومره فایده لري؟ روژې پر وخت پیاده مزل کول یا په پښو تګ کول پر بدن مثبتې اغېزې کوي په خاص ډول له روژه ماتي دمخه ډېر ګټور وي. په سیدتي مجله د خوراکي توکو کارپوه عبیر ابو رجیلي د پیاده مزل ځینې ګټې په لاندې ډول ذکرکړي دي. .

له روژه ماتي دمخه پلي تګ کول په بدن کې د راټولې شوې وازدې څخه په ژغورلو کې مرسته کوي او د میتابولیزم عملیه تېزوي.پلي تګ یا پیاده مزل دفاعي سیستم ته پیاوړتیا ورکوي او بدن ته ددې وړتیا ورکوي ترڅو د بې شمېر ناروغیو پر وړاندې مقابله وکړي، له میکروبونو او وایروس څخه د ژغورلو لپاره له روژه ماتي وړاندې پیاده وګرځئ.له روژه ماتي دمخه پیاده مزل ډېرې زیاتې ګټې لري په ځانګړي توګه د لټۍ او کمزورۍ پر وړاندې جنګ ته مو تیاروي،

نو د انرژۍ په اضافه والي او له ستړیا د مقابلې لپاره پیاده مزل وکړئ.په تشه ګېډه له ورزش کولو سره عضلې ګلوکوز جذبوي او په دې ډول په وینه کې د انسولینو کچه کنترولېږي.او صحت مودې سره نور هم پیاوړی کیږي.دې سره ستاسو ژوند کې ډېر سکون او ارامي رازي.

له روژه ماتي دمخه پیاده مزل کول د کالورۍ په سوځولو کې ډېروالی راولي او د وزن د برابر ساتلو لپاره مرستندویه تمامېږي. ددې ترڅنګ باید خپلو خوړو ته هم پاملرنه وکړو او غوره خوراکي توکي استعمال کړو.دې سره به مونږ مړیږو خو کالوري به نه اخلو او احساس به مو هم ډېر ښه وي.

1092686 1138377227

همداراز روژې کې پیدل تلو سره مو دماغو ته ارام ورزي او هر وګړی کولی شي چې روزمره د ژوند کارونه ارام سره تر سره کړي.او په ښه ډول ېې هم ترسره کړي.نو که مونږ اوګورو روژې سره د عام مسلمان په ژوند کې ډېر تغیر رازي او یو عام وګړی کولی شي چې دې میا شتې نه فایده واخلي او په ښه ډول ېې تېره کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button