نړیوال خبرونه

ریس جمهورغني: دولت کې د سرپرستۍ دوره نور باید پاۍ ته ورسيږي

افغان ولسمشر غني وايي ډېر ژر به په دولت کې سرپرستي پاۍ ته ورسوو اود نوې کابينې غړي به د باور رايې ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.نوموړي دغه خبرې پرون د غرمې وروسته یوې غونډې په ترڅ کې کړي دي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزير امرخېل وايي، چې ریس جمهور غني د ولسي جرګې د رييس او اداري پلاوي سره ناسته وکړه. هغه وايي، چې په دې ناسته کې د کابينې د غړو د معرفي کېدو تر څنګ، د دولت د درې ګونو قواوو پر همغږۍ هم ټينګار وشو.

لدې وړاندې هم ولسي جرګې بيا بيا د سرپرستانو له لوري د وزارتونو په اداره کولو سختې نيوکې کړي دي او له ولسمشر غني يې غوښتنه کړې ده چې د وزارتونو لپاره نوماندان دې د باور رايې لپاره ولسي جرګې ته وروپېژني.ترڅو دويي په خپلې وظیفې په سمه توګه وکړی او د خلکو د خدمت مسدر وګرزي.

د یادونې وړ ده چې د ملي دفاع، کورنيو چارو، بهرنيو چارو، ماليې، سوداګرۍ، اوبو او برېښنا، مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ، ښار جوړولو او ځمکو، د لوړو زده کړو، د کانونو، پوهنې او ځينې نور وزارتونه اوس هم د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

شل ورځې وړاندې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ یو سیاسي توفق شوۍ وو او په دولت کې ېې عبدالله عبدالله ته ۵۰ ٪ونډه ورکړه د ۱۱ وزارتونو ترڅنګ د یوو شمېر ادارو ریاستونه هم دغه ډلې ته ورکړل شوه عبداالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه هم په نظر کې نیول شوې ده

بلخوا بیا دغې لا تر اوسه پورې د وزارتونو لپاره نوماندان ندي ټاکلي د بازې سرچینو له مخې په دې اړه د دويي خپل منځي بحث روان دې او ښايي دغه ډېر ژر د خپلې ډلې نوماندان کابینې ته معریفي کړي او بیا په پارلماني چارو کې د دولت وزارت دغه نوماندان ولسي جرګې ته وروپېژني.

دا هم باید یاده کړو چې دواړه ډاکټر صیبان باید ژر تر ژره ولسي جرګې ته خپل نوماندان وروپېژني ترڅو دغه نوماندان خپل کار ته ادامه ورکړي او د عوامو په سمه توګه خدمت وکړي.تېرو۵ کلونو کې اکثره وزیران سرپرستان وو او ولسي جرګې د باور رایه ېې نه وه اخیستې.

دا ځل باید ټول وزیران په یوځاۍ وټاکل شي او په یوځاۍ ولسي جرګې ته معریفي شي ترڅو د سربرستۍ دور پاۍ ته ورسیږي او دغه وزیران په قانوني ډول کار ته ادامه ورکړي او د وزارتونو احداف تر لاسه کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button