سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

ریس جمهورغني: د ایران سره پر باډر د افغانانو د وژلوموضوع دې په سم ډول وڅېړل شي

ارګ وايي ریس جمهورغني نظامي مفتش محمد حمید طهماسي پر مشرۍ یو لس کسیز پلاوی ټاکلۍ  او هدایت یی ورته کړۍ چې هغوي دې د ایران سره پر باډر ایراني بارډر ساتونکولخوا  د یو شمېر افغانانو د وژلو په سم ډول او هر اړخیزې ارزونې وکړي. .  

د ءاپورونو له مخې په دې پلاوي کې د ولسي جرګې، د کورنیو چارو، ملي دفاع، بهرنیو چارو، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست، د هرات ولایت مقام، د ولایتي شورا او د ۲۰۷ ظفر قول اردو د پنځمې سرحدي لوا مسولین موجود دي. .

دغه مو ضوغ له دې وړادې د ایران د دولت لخوا درغ بللي وو. درواغ بللې وې چې د دغه هېواد باډرساتو نکو ځواکونو ځینې افغان کډوال افغانستان ته د ستنېدو لپاره پر هریردو سیند اوښتلو ته اړ کړل. که څه هم ایران یاده موضوع رد کړې وه خو بیا هم  د دغه وزارت ویاند عباس موسوي ویلي وو، چې ایران د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته رسمي اطلاع ور کړې چې ایران د یادې موضوع څېړلو ته تیار دۍ.

د یو رسنۍ له مخې ، ښاغلي موسوي له ایران سره پوله کې د ځینې افغان مهاجرینو  د پېښې په هکله وویل: “لکه مخکې چې زموږ د مملکت چارواکو ویلي، دا خبر هیڅ حقیقت مه لري چې ایراني پوله ساتو ځینې افغان وګړي افغانستان ته د ستنېدو لپاره پر سیند اوښتو ته مجبور کړي دي او وژلي دي. “.

نوموړي زیاته کړه : “ایران په دې موضوع کې مشکل نه لري.، خو بیا هم د افغان چارواکو غوښتنې ته په پام دغه هېواد د دواړو هېوادونو د ښه ګاونډیتوب او ښه نیت د اصولو له مخې او د ورورولۍ اړیکو په دلیل په رسمي یاداښت کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د تهران سفارت ته ویلي چې ایران د دې موضوع دارزولو لپاره ګډې همکارۍ ته تیار دی”.

: عیني شاهدانو له وینا مطابق د غوايي پر ۱۲ نېټه د ایران امنیتي ځواکونو ځینې افغان کډوال چې د کار په لټه ایران ته اوښتل له ایران سر پر پوله د هرات د ګلران ولسوالۍ په کارېز الیاس سیمه کې ونیول او له وهلو ټکولو او شکنجې وروسته یې پر هریرود اوښتو ته اړ کړل چې په نتیجه کې یو شمېر ډوب شول او ځینې بچ شول”.

له دې وړاندې د ایران د خارجه ورزارت ویاند موسوي ویلي و چې دا پېښه د افغانستان خاوره کې شوې ده او د ایران پوله ساتي په دې اړه ایران کې هر ډول موضوع ردوي. بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو چارشنبه واشنګټن کې یوې خبري کنفرانس ته وویل، د ایراني ځواکونو په لاس د افغان کډوالو ځورونې، شکنجې او وژنې رپوټونو سخت خواشینی کړی دی.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button