ستاسې اند او نظر

رینا امیري وايي چې طالبان بیاد د ښځو پر وړاندې ناوړه چلند ځواب ووايي

رینا امیري زیاتوي، د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د زور او ناوړه چلند د پای ته رسولو لپاره باید دوی حساب ورکړي

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو د زور او ناوړه چلند د پای ته رسولو لپاره باید دوی حساب ورکړي.

رینا امیري نن په خپله اېکس پاڼه په دې اړه په یو بیان کې لیکلي چې د بد حجابۍ په نوم سلګونه نجونې او ښځې نیول شوي، ځورول شوي او جریمه شوي دي.

taliban crime1
طالب جنګیالي چې د ښځو پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي دي.

د ښځو او نجونو خپلسري نیونې

په بیان کې راغلي: “په سلګونه ښځې او نجونې نیول شوې، ځورول شوې او جریمه شوې دي او ډېریو یې د بدنامۍ له ویرې د ځان وژنې هڅه هم کړې ده.”

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې دغه شان ویلي چې د طالبانو د جبري حجاب د فرمان مخالف کسان په دې اړه د غږ د پورته کولو له امله له لوړو ګواښونو سره مخامخیږي.

اغلې امیري دا وضعیت د افغانستان د نیمايي نفوس له منځه تلل بولي چې د په خبره یې؛ له دې هېواده یې هیله، ثبات او ځان بساینه تروړلې ده.

نور ولولئ: طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي

نور ولولئ:  افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

نور ولولئ: ملګري ملتونه وايي، طالبان له تاوتریخوالي سره مخ ښځې د ژغورلو په خاطر زندان ته لېږي

د رینا امیري د دې نیوکو او ادعاوو په اړه مو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خو د راپور تر خپرېدلو پورې یې ځواب رانه کړ.

د طالبانو حکومت د تېرې جنورۍ میاشتې له پیله لسګونه ښځې او نجونې د هغه څه لپاره چې دوی یې بې حجابي بولي نیولي او د یو شمېر راپورونو پر بنست ناوړه چلند ورسره شوی دی.

taliban
طالب جنګیالي چې ښځې په ښار کې نیسي او حوزو ته یې انتقالوي.

طالبان څه ډول توجیه ګوري؟

که څه هم د طالبانو حکومت دغه تورونه نه دي منلي او یوازې ویاند یې ذبیح الله مجاد مخکې ویلي وو چې نیول شوې ښځې له څو ساعته توقیف وروسته بېرته خوشې شوي، خو د کابل یوه اوسېدونکې چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي او نږدې یوه اوونۍ وړاندې یې ۱۸ کلنه لور د کابل په دارلامان سیمه کې د د حجاب د نه مراعت کولو په تور طالبانو نیولې وه ازادي راډيو ته وویل:

“له غرمې مخکې نږدې نهه یا نهه نیمې بجې یې نیولې وه، وروسته چې موږ ورغلو، په حوزه کې راته وویل شول چې شیرینې راوړئ لور مو یوسئ خو باید له دې وروسته حجاب مراعت کړي، موږ ورته وویل چې دې خو حجاب کړی، خو وې ویل چې باید نورې خبرې ونه کړو، وروسته مو پنځوس زره افغانۍ پیدا کړې او په ضمانت مو راخوشې کړه، تر اوسه یې هم روانې حالت ښه نه دی.”

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بیلابیلو نړیوالو بنسټونو له لوري په پراخه بشري سرغړونو د ښځو په غیر قانوني نیونې او توقیف تورن دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button