هنر او ادب

زر څانګې د اغا خان موسیقۍ جایزه ترلاسه کړه

پښتو سندرغاړې زرچنگا د ۲۰۲۲ کال د آغا خان موسیقۍ ترلاسه کړه

د پښتو ژبې نوموتې سندرغاړې زرڅانګې د ۲۰۲۲ کال د اغا خان میوزیک یا موسیقۍ جایزه ترلاسه کړه. دې جایزې ۴۰۰ مسلمان هنرمندان نوماند و، چې اوس په ګډ ډول په لسو تنو وویشل شوه، چې له هغې ډلې زرڅانګه هم ده

د اغا خان موسیقۍ جایزې : .

د اغا خان موسیقۍ جایزې ته ته ټولتال ۴۰۰ مسلمان هنرمندان نوماند و، چې د هغوی له جملې لس تنه هنرمندان غوره شول او دوی ته د اکتوبر له ۲۹مې تر ۳۱مې نېټې پورې د عمان په مسقط ښار کې پروګرام نېول شوی او جایزې ورکړل شوې. دا جایزه په هرو درېیو کلونو کې یو ځل ورکول کېږي، چې دا ځل زر څانګې هم ته ورکول شوه. دا جایزه ټولټال ۵۰۰ زره ډالر کېږي، چې په لس واړو په برابر ډول وویشل شوه

نور یی ولوله | رینا امیري د نجونو زده کړې اهمیت لرونکي بولي

نور یی ولوله | یو شمېر سوداګر د خپلو توکو د بازار پیکه کېدو ته اندېښمن دی

نور هنر مندان: .

هغه هنرمندان چې دا جایزه ورته ورکړل شوه، په هغوی کې د افغانستان داود خان سدوزی، د هندوستان ذاکرحسین، د مالي عابیل بوکوم، د هندوستان اسین خان لانګا، د موریتانیا کومبانی مینټ، د اندونیزیا پیني چاندرا ریني، د برتانیې سومیک دتا، د تنزانیا یحیا حسین او د ایران یاسمین شاه حسیني شامل وو. 

د یادولو وړ ده چې د دې جایزې لپاره د نړۍ له ۴۰ هېوادونو څخه ۴۰۰ مسلمان موسیقاران په بېلابېلو کتګوریو کې نومول شوي وو او موخه یې د موسیقارانو د خدمتونو، غیر معمولي خلاقیت او ژمنتیا پیژندل دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button