نړیوال خبرونه

یو شمېر سوداګر د خپلو توکو د بازار پیکه کېدو ته اندېښمن دی

په کابل کې د کرنیزو محصولاتو د خزانې نندارتون

د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو ۲۷م خزاني نندارتون له څلورو ورځو وروسته پای‌ته ورسېد. د دې نندارتون یو شمېر ګډونوال سوداګر د خپلو توکو د بازار پیکه کېدو ته اندېښمن دی.

دا نندارتون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا جوړ شوی و چې په‌کې د هېواد له ګوټ-ګوټ څخه سوداګرو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړل. سوداګره نسیمه محمدي وايي: «د تېرو کلونو غوندې نه‌وو، بل ځل چې له ولایتونو زموږ خلک راځي، هیله لرو چې د غرفو کرایه ترې وا نه‌خیستل شي.

نندارتون

بل‌پلو، د نندارتون یو شمېر لېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې د کورنیو محصولاتو ملاتړ وکړي. یو پلورونکی وايي: د مني فصل دی. که د ګرم پوښاک او داسې خوړو محصولات ډېر شي چې په همدې فصل کې ورته اړتیا ده، خلک به ترې ډېره ګټه پورته کړي.

نور یی ولوله | د افغانستان بانک: نوي بانک نوټونه به د اړتیا پر بنسټ بازار ته وړاندې شي

نور یی ولوله | مزارشریف کې د دیني عالمانو په غونډه کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار

د نندارتون لېدونکی

د نندارتون لېدونکی عبیدالله کریمي وايي: «هر نظام چې راځي، باید له سترو او کوچنیو خصوصي سکټورونو ملاتړ وکړي. باید دوی ته کوچنۍ زمینې برابرې کړي، د بېلګې په ډول دوی ته دې د ځمکې او برښنا زمینه برابره کړي. بل خوا د کرنې او مالدارۍ خونه د دغه راز نندارتونونو جوړېدل د کورنیو محصولاتو د ودې لپاره مهم بولي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي‌زاده وايي: «همداسې دوستانه نندارتونونه له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان په مرکز کې جوړ کړو، څو د هېواد له تولیداتو سره لا ډېر اشنايي پیدا شي او په هېواد کې د خصوصي سکټور او بزګرانو د هڅونې سبب کېږي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، تمه کیږي،چې په چین او دوبۍ کې هم د کورنیو محصولاتو نندارتون جوړ شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button