زلمي خلیلزاددغورحمله په سختو ټکو غندلې
خلیلزاددغورچاودنه غندلې د افغانستان د غور ولایت مرکز فیروزکو ښار کې پرون یوې موټر بم حملې سلګونه کسانوته ته مرګ ژوبله واوړوله چې ۱۳ کسان يې ووژل او یو زیات شمېر نور يې ټپيان کړل.
د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه خبرو کې ویلي روانه جګړه د سولې لپاره خورا خطرناکه ده هغه د غور پیښي ته په اشارې ویلي تاوتریخوالي له ډېرې مودې راهیسې افغانان کړولي او له ډېرو یې د هغوی عزیزان اخیستي او د غور نننۍ غمیزه یې وروستۍ بېلګه دهده پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي “ دا باور چې د مذاکرااتو په میز کې د امتیاز ګټلو لپاره باید تاوتریخوالی ډیر سي ډیر خطرناکه دی دغه ډول چلند کولای سي چې د سولې بهیر زیانمن کړي او د افغان مشرانو پخواني ناسم محاسبات بیا راولي.
بلخوا بیا ولسمشر محمد اشرف غني د دې پیښي په هکله غبرګون ښودلی او ویلي يې دي طالبانو د بشر ضد جنایتونو په دوام د غور په مرکز فېروز کوه ښار کې په یوه ترهګریز برید سره بې شمېره بېګناه افغانان شهیدان او ټپیان کړل که دا پېښې همداسې دوام پيدا کړي نو دا به د سولې خبرې نورې هم زیانمنې کړي او نورې به ېې هم په شه بوزي کوم چې د دواړو لوریو ته د زیان خبره ده.
د دغه ولایت په سوي موټر بم چاودنه کې ۱۳ ملکي کسان ووژل سول او او ۱۱۹ تنه نور ژوبل سول راپورونه وايي چې دغه چاودنه خورا زوروره وهپرهمدې مهال د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وروستۍ جګړې او تاوتریخوالی د سولې پروسې په زیان دی داسې ښکاري چې د تاوتریخوالي ډېرښت او د ملکي کسانو زیاته مرګ ژوبله به د سولې روانې هڅې له زیاتو مشکلاتو سره مخ کړي.
ارګ هم په دې اړه ویلي دا تاوتریخوالی کولای شي چې د سولې خبرو کې لوی خنډ واقع کړي او دا پروسه له ستونزو سره مخ کړي کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې په غور کې یوځل بیا بې ګنا ملکی افغانان په بې معنی بمي چاودنه کې ووژل سول او د دې وینې تویولو د سمدستي بندیدو خواهش ېې کړی.