نړیوال خبرونه

زلمي خلیلزاددغورحمله په سختو ټکو غندلې

خلیلزاددغورچاودنه غندلې د افغانستان د غور ولایت  مرکز فیروزکو ښار کې پرون یوې موټر بم حملې سلګونه کسانوته ته مرګ ژوبله واوړوله چې ۱۳ کسان يې ووژل او یو زیات شمېر نور يې ټپيان کړل.

د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه خبرو کې ویلي روانه جګړه د سولې لپاره خورا خطرناکه ده هغه د غور پیښي ته په اشارې ویلي تاوتریخوالي له ډېرې مودې راهیسې افغانان کړولي او له ډېرو یې د هغوی عزیزان اخیستي او د غور نننۍ غمیزه یې وروستۍ بېلګه دهده پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي “ دا باور چې د مذاکرااتو په میز کې د امتیاز ګټلو لپاره باید تاوتریخوالی ډیر سي ډیر خطرناکه دی دغه ډول چلند کولای سي چې د سولې بهیر زیانمن کړي او د افغان مشرانو پخواني ناسم محاسبات بیا راولي.

بلخوا بیا ولسمشر محمد اشرف غني د دې پیښي په هکله غبرګون ښودلی او ویلي يې دي طالبانو د بشر ضد جنایتونو په دوام د غور په مرکز فېروز کوه ښار کې په یوه ترهګریز برید سره بې شمېره بېګناه افغانان شهیدان او ټپیان کړل که دا پېښې همداسې دوام پيدا کړي نو دا به د سولې خبرې نورې هم زیانمنې کړي او نورې به ېې هم په شه بوزي کوم چې د دواړو لوریو ته د زیان خبره ده.

د دغه ولایت په سوي موټر بم چاودنه کې ۱۳ ملکي کسان ووژل سول او او ۱۱۹ تنه نور ژوبل سول راپورونه وايي چې دغه چاودنه خورا زوروره وهپرهمدې مهال د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وروستۍ جګړې او تاوتریخوالی د سولې پروسې په زیان دی داسې ښکاري چې د تاوتریخوالي ډېرښت او د ملکي کسانو زیاته مرګ ژوبله به د سولې روانې هڅې له زیاتو مشکلاتو سره مخ کړي.

زلمي خلیلزاددغورچاودنه په سختو ټکو غندلې
زلمي خلیلزاددغورچاودنه په سختو ټکو غندلې

ارګ هم په دې اړه ویلي دا تاوتریخوالی کولای شي چې د سولې خبرو کې لوی خنډ واقع کړي او دا پروسه له ستونزو سره مخ کړي کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې په غور کې یوځل بیا بې ګنا ملکی افغانان په بې معنی بمي چاودنه کې ووژل سول او د دې وینې تویولو د سمدستي بندیدو خواهش ېې کړی.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button