سخت اورښت او طوفان د افغانستان په ۳ ولایتونو کې ۳۲ تنه مړه کړي

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس، حافظ عبدالبارې راشد وايي، په سنګین، موسی کلا او باباجي ولسوالیو کې د ورښتونو او سیلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٥ تنه مړه او ۶ نور ژوبل دي.
راشد زیاتوي چي د سنګین ولسوالۍ د شهزادې په سیمه کې سیلابونو د یوه کور چت غورځولی چې دوه ماشومانې پکې مړې دي.
سرچینه وایې په یوه بله پېښه کې بیا د ګرشک ولسوالۍ نوزاد رود سیمه کې پر یوه کور تندر غورځېدلی چې پکې ٦ تنه ټپیان دي او په موسی کلا ولسوالۍ کې هم درې تنه سیلابونو مړه کړي دي.
دغه راز فراه ولایت کې ولسي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په قلعهکاه ولسوالۍ کې د سېلابونو د راتلو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ تنه مړه شوي او څلور تنه نور ژوبل دي.
د سیمې د خلکو په وینا، دغه کسان د تفریح لپاره د قلعهکاه ولسوالۍ ته تللي وو، چې د باران له ورښت او سېلابونو له راتلو وروسته یې ژوند بایللی دی.
دغه راز پرون سه شنبه په کندهار کې د یوه کور چت غورځېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ تنو ژوند بایللی دی.
دا زیانونه داسې مهال اوړي چې وړمه ورځ دوشنبه د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه کړې وه.
دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې په هلمند، هرات، ارزګان، زابل، کندهار، فراه، غور، بادغیس، جوزجان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، سمنګان، لوګر، میدان وردګ، کابل، غزني، دایکنډي، پکتیا، پکتیکا، خوست، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کونړ، ننګرهار، لغمان، بدخشان، تخار، زابل او نورستان ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلونو اټکل کړی وو.
خبرپاڼې همداراز د هېواد په شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختيځو او مرکزي سيمو کې د سختو بادونو اټکل کړی وو چې تېزوالی به يې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ کيلومترو پورې وي.
د هوا پېژندنې د ادارې په خبرپاڼه کې زياته کړې وه چې د دغو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې د واورې کچه له ۱۰ تر ۵۰ سانتيمتره او د باران اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ميليمتره پورې اټکل شوې ده.