کورني خبرونه

سراج حقاني د ځینو طالب مشرانو پر کړنو ناخوښ ښکاري

سراج الدین حقاني له ویناوو داسې ښکاري چې هغه د طالبانو په رژیم کې د ځینو مشرانو له کړنو ناخوښ دی

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر څو، څو ځله پر امربالمعروف وزارت او نورو ادارو غږ کړی چې په خپلو کړنو سره د طالبانو د اوسني رژیم او ملت تر منځ واټن مه رامنځته کوئ.

ښاغلي سراج تازه په خوست کې یوې غونډې ته وینا کې بیا د دې ډلې له غړو وغوښتل چې له خلکو سره سم چلن وکړي.

وزیر سراج الدین حقاني د خپل ځان په مخاطبولو سره هیله وکړه که له خلکو سره ناوړه چلن کوي «خدای دې اصلاح پکې را ولي کنه دا خانه دې په بل نېک صالح سړي راډکه کړي.»

haqani۱
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وزیر محمد خالد حنفي

واکمن دې ځانونه د خلکو خدمتګاران کړي

سراج الدین حقاني نن په خوست کې د نورالقران مدرسې د فراغت غونډه کې وویل، چې طالبان دې د واکمنانو په ځای ځانونه خدمتکاران کړي: «زه خپلو واکمنانو وروڼو ته وایم چې په ځان کې دې د خادمانو صفت جوړ کړی، تواضع دې په ځان کې پیدا کړي.

پر ولس سربېره ځینې عادي طالبان هم د خپلې ډلې پر ځینې مشرانو او چارواکو نیوکې کوي چې دوی ته وخت نه ور کوي او هم یې د خپلو کورنیوغړي په لوړو څوکیو ګومارلي دي.

نور ولولئ: د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې په اړه سروې

نور ولولئ: طالبان د خصوصي روغتونونو د ښځینه ډاکټرانو او همکارانو معلومات څه کوي؟

نور ولولئ: د افغان ښځو او نجونو د نیولو پر سر د طالبانو او یوناما ناندرۍ

حقاني خپلو خبرو کې دې موضوتع ته له اشارې پرته وویل: زه دا خپله واکمني په دې خوارو افغانانو په داسې طرز او متکبرانه طریقه او بې پروايي له ملت سره برخورد کوم چې د ملت زړه را نه ازار کېږي او ما ته بد دوعا کوي، خدای تعالی دې په ما کې اصلاح راولي، که د اصلاح نه وي ، خدای دې دا خانه په بل نیک صالح سړي راډکه کړي.

د نجونو د ښوونځیو په باب د سراج حقاني دریځ

سراج الدین حقاني د خپل رژیم پر مشرانو بار، بار غږ کړی چې د نجونو ښوونځیو ته د فعالیت اجازه ورکړي، خو تر اوسه د طالبانو امیر، د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت د ښاغلي حقاني دغه غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

taliban
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ملایان په کابل کې ښځې د حجاب نه مراعتولو په تور نیسي.

تېر کال د سراج الدین حقاني په امر په پکتیا ولایت کې نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شوه، خو کله چې دا مسئله رسنیزه شوه، نو طالبانو بېرته ښوونځیو وتړل او نجونو یې کورونو ته ستنې کړي. د ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې نجونو زده کوونکو په ګردېز ښار کې لاریون وکړ چې وروسته بیا د نجونو کورنۍ د طالبانو له لوري زنداني او ګواښ ورته وشو چې بل ځل نجونې د لاریون په موخه کوڅو ته راونه وځي.

خو پر دې ټولو سربېره بیا هم طالبانو په روانه کړې تګلاره کې کوم نرمښت نه دی راوستی. دوی د ښځو ضد تګلارې او کړنو ته همداسې دوام ورکړی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button