لوبېلوبې خبرونه

سريلانکا سره لوبلړۍ ته افغان کرکټ بورډ لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ‌ د لوبغاړو غوراوي کمېټې سريلانکا سره د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ لپاره لوبډله اعلان کړه

کرکټ بورډ ویلي چې دا ځل لوبډلې ته چټک توپ اچوونکی عبدالرحمن رحماني وراضافه شوی خو ګلبدین نایب، یمین احمدزی، ضیاءالرحمن اکبر او شاهدالله کمال چې د سريلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو د تېرې لوبلړۍ غړي وو، دا ځل له لوبډلې سره د احتیاطي لوبغاړو په توګه ملتیا کوي.

نور ولولئ: افغان کرکټ ملي لوبډله جون مياشت کې سريلانکا ته د سیالیو لپاره ځي

حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه زرمتی (مرستیال لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز (وېکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، نور احمد لکڼوال، عبدالرحمن رحماني، فضل الحق فاروقي او فرید احمد ملک هغه لوبغاړي چې د سريلانکا پر وړاندې سیالیو لپاره لوبډله کې اخیستل شوي.‌

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف ویلي:

“دا ښه خبره ده چې څو ځوانو لوبغاړو ته په لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی. نړیوال جام ته زموږ تیاری له وړاندې پیل شوی دی او پوره هڅه کوو چې د لوبډلې یو ښه جوړښت او توازن برابر کړو او په ښه توګه یې یادو سیالیو ته تیاره کړو.”

د افغانستان او سريلانکا ترمنځ سیالۍ به د مهالوېش له مخې د راتلونکې جون میاشتې پر ۲مه، ۴مه او ۷مه نېټه د سريلانکا په همبانټوټا نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

نور ولولئ: د هندوستان کرکټ غوره لیګ سياليو په دوام؛ په تېره لوبه کې مومبيي اينډينس لوبډلې ډهلي کپيټلس لوبډلې ته ماتې ورکړه

د یادونې ده چې د سريلانکا کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳م کال پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو ته د لاره موندنې (سوپر لیګ) د سر اتو لوبډلو کې نه ده راغلې او د نړیوال جام سیالیو ته رسېدو لپاره باید د غوراوي پړاو لوبو کې برخه واخلي.‌

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چې د سوپر لیګ نوملړ اوم ځای لري

افغانستان وار له مخه د نړیوال جام سیالیو ته وتلې او په غوراوي پړاو سیالیو کې د لوبېدو اړتیا نه لري.

د یادونې ده چې دا به په شپږو میاشتو کې دویم ځل وي چې د سريلانکا کرکټ بورډ دریو یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب کوي.

افغان لوبډلې د تېر کال نومبر میاشت کې شري لنکا ته سفر کړی او هلته یې د کوربه لوبډلې پر وړاندې درې نړیوالې یوورځنۍ سیالۍ ترسره کړې.

هغو سیالیو کې یوه لوبه افغانستان او یوه شري لنکا ګټلې او یوه د باران له کبله بې پایلې اعلان شوې وه.‌

 

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button