لوبېلوبې خبرونه

سعودي ته د میسي د سفر په ترڅ کې هغه پر لوبېدو دوه اوونۍ بندیز ولګېد

د فرانسې پاریس سان جیرمان د ارجنټاین فوټبال لوبډلې پر کپټان لیونیل میسي سعودي عربستان ته د سفر له کبله د دوو اوونیو لپاره د لوبېدو بندیز لګولی او وايي چې د دې سفر لپاره یې له لوبډلې اجازه نه وه اخیستې

عربستان ته د ليونيل میسي سفر د لوریان پر وړاندې د پاریس لوبډلې تر ماتې وروسته ترسره شوی چې د یوه ګول په بدل کې یې په دریو ګولونو ماتې ورکړه.

د یادې سزا پر بنسټ، ۳۵ کلن میسي به پخپله لوبډله کې نه لوبېږي او د بندیز پرمهال به د لوبډلې په تمریناتي لوبو کې هم ګډون نه کوي.

نور ولولئ: راتلونکې یکشنبه قطر کې د فوټبال نړیوال جام پېلیږي

د رپوټ له مخې، سعودي ته د سوداګریزو چارو ترسره کولو لپاره له لوبډلې اجازه غوښتې وه، خو کله چې اجازه ورنه کړل شوه، پخپل سفر او د لوبډلې له خبرولو پرته یې سفر وکړ.

په پام کې ده چې د وروستي نړیوال جام ګټونکی دغه ارجنټاینی لوبغاړی روان اوړی له فرانسې لوبډلې سره خپل تړون پای ته ورسوي. دی د اسپانیا له برشلونه نه پاریس لوبډلې ته په ورتلو دوه کاله دې لوبډله کې پاتې شو.

د برشلونه مرستیال مشر رافایل یوسټي په مارچ کې ویلي وو‌ چې د کتلونیا لوبډلې له میسي سره (کمپ نو) لوبغالي ته د ستنېدو په اړه اړیکه نیولې وه.

میسي د پاریس سان جیرمان لوبډلې یونیفورم کې ۷۱ لوبې وکړې او ۳۴ هدفونه یې وګټل.

په‌ پام کې ده چې میسي به دوه اوونۍ له دې لوبډلې لیرې پاتې شي

پاریس سان جیرمان پر دې اند دی چې د میسي په حق کې یې د نه لوبېدو پرېکړه کاملا طبیعي ده، ځکه هغه په داسې یوه ورځ چې باید له خپلې لوبډلې سره وای، څو میله لیرې تللی و.

ښکاره ده چې د پاریس سان جیرمان مینه وال به میسي نور ونه غواړي او طبیعي ده چې د هغه تړون به هم نور ونه غځول شي.

نور ولولئ: ځوانې افغان فوټبال لوبغاړی بریتانیا ته ورسېدې

ليونيل ميسي د فوټبال په نړۍ کې ډېر مشهور لوبغاړی دی چې د ارجنټاين هېواد کې له لوبېدو سره-سره په نورو تجارتي ليګونو او لوبلړيو کې هم لوبيږي.

ميسي له دغه تجارتي لوبلړيو نه بې‌شميره پيسې ګټلې دي او د لوړ نوم خاوند شوی دی.

ميسي دا مهال د فوټبال په نړۍ کې ۷ طلايي توپونه لري او د ډېرو توپونو لرلو ريکارډ له ځان سره لري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button