سیمه‌ییز

سمنګان کې ترافیکي پېښه؛ ۳۶ تنو ته مرګ او ژوبله اوښتي

د سمنګانو ولايت د خلم ولسوالۍ په کفتارخانه سيمه کې نن سهار ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی موټر له سړک څخه اوښتی او چپه شوی دی.

ځایي سرچینې وایي، چې د دې پېښې له امله ۳ تنه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ۳۳ تنه نور ژوبل شوي دي.

یاد ولایت کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني وايي، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړي د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌ احتياطي او چټک تګ ښودلی دی.

د یادونې ده چې تېره【شنبه د ثور ـ غویي ۱۳مه】‏د کابل – کندهار پر لویه لار د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ لوړۍ سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۷ تنه مړه او ژوبل شوي وو.

په یاده پېښه کې د ۳ ماشومانو او ۲ مېرمنو په ګډون ۷ تنو ژوند بایللی او د پنځو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه نور ژوبل شوي وو.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button