سیمه‌ییز

پنځو ولایتونو کې د اورښتونو اټکل؛ د سېلابونو د احتمال خبرداری

پنځو ولایتونو کې د اورښتونو اټکل؛ د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په پنځو ولایتونو کې د سختو بارانونو، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په نورستان، لغمان، کونړ، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو اټکل شوی دی.

پنځو ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی

د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، په یادو ولایتونو کې د اورښتونو کچه ښايي له ۱۰ تر ۳۰ میلی‌مترو پورې ورسېږي. ادارې له خلکو غوښتي چې د بارانونو او احتمالي سېلابونو پر مهال لازم احتیاط وکړي.

د دې ترڅنګ، د افغانستان په شمالي، مرکزي، ختیځو، جنوب‌ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې له دوړو سره د تېزو بادونو د رامنځته کېدو اټکل هم شوی دی.

د هوا پېژندنې ادارې په وینا، د بادونو سرعت به په ځینو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومترو پورې ورسېږي.

اوچا: طبیعي پېښو زرګونه کسان اغېزمن کړي

بل لور ته، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د زمري په ۲۵مه ویلي چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر اګست پورې په افغانستان کې طبیعي پېښو له ۹۲ زرو ډېر کسان اغېزمن کړي دي.

د اوچا د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې د طبیعي پېښو له امله ۹۷ کسان مړه شوي دي.

په داسې حال کې د پنځو ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی چې په نورستان کې وروستیو سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي وو.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button