سپورټ

سنګاکارا: زه په شل اوریزه کرکټ کې سوریاکمار د نړۍ غوره توپ وهونکی نه ګڼم

سوریاکمار یادو د هند کرکټ ملي لوبډلې په میډل ارډر کې بریدګره توپ وهنه کوي، چې شل اوریزه کرکټ د تکړه لوبغاړو په ډله کې شمېرل کېږي، هغه په لږ وخت کې د کور دننه او بهر ګڼ شمېر مینه وال پیدا کړي دي.

سوریاکمار

سوریاکمار یادو په ډیرو مهمو حالاتو کې د هند لپاره لوبې ګټلي دي، چې د هغه د غوره کارکردګۍ په لیدلو سره د نړۍ ستر لوبغاړي د هغه ستاینه په نه ستړي کېږي؛ خو کمار سنګاکارا اوس داسې څه ویلي دي چې خلک یې حیران کړي. په اوسني وخت کې سوریاکمار یادو نه یوازې د هند د کرکټ په ملي لوبډله کې بلکې د نړۍ په کچه د شل اوریزه کرکټ لومړی لوبغاړی دی او د شل اوریزه کرکټ په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري.

  نور یی ولوله | محمد نبي د کپتانی څخه استعفاء ورکړه

  نور یی ولوله | د راشد خان ستر ارمان څه دی؟

د سریلانکا پخوانی لوبډلمشر

خو د سریلانکا پخوانی لوبډلمشر کمار سنګاکارا چمتو نه دی چې سوریاکمار د لومړي توپ وهونکي په توګه ومني. هغه اوس هم ویرات کوهلي د نړۍ لومړنی توپ وهونکی ګڼي او هغه دا خبره د مرکې پر مهال کړې ده

هېره دې نه وي چې سوریاکمار یادو تر اوسه پورې په ۴۱ شل اوریزو لوبو کې د ۴۵.۰۰ په اوسط توپوهنه کړې، چې پکې ۲ سلیزې او ۱۲ نیمه سلیزې شاملې دي

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button