سوله په کوم طرف روانه ده ؟

د سولې مزاکرات

سوله په کوم طرف روانه ده زمونږ سوچ خو دادى، چې جګړه د خلکو زړونو کې رازي ترهمدې تېس لاندې به خبره داسي زیاته کړو دا ښه خبره ده چې سوله د خلکو ضرورت او احتياج دى، خو تر هغې ناشوني ده چې د مشرانو اونورو ډلو په ضرورت او احتياج بدل شي،

په هېواد کې لاتر دې دمه باور دا و، چې حاکميت او سياسي واک د جګړي په زورخپلیږي،د سولي پروسې ته د بدلون اول ګام به دا وي، چې د واک مينه وال او شوقيان دې باور ته ورسېږي، چې سياسي واک او حاکميت ته د رسېدلو لاره د جګړې له ډګرونو نه، بلکې د سولې او سياست له ميزونو څخه تېرېدو باندې کيږي، د خبرو تنیجې ته د رسيدلو لپاره بايد مهمې پوښتنه راوړاندې شي څنګه او څه وخت سياستوال او جګړه ماران دې پايلې ته رسېدلاى شي، چې واک ته درسيدو لياره بايد د سولې پر لارو مزل شروع کړي،
لاندې درى ټکو کې دي پوښتني ته ځواب لټولۍ شو،

لومړۍ :هغه مهال، دولت ته د رسيدلو پروسه ديموکراتيکه وي او سياستوال باور ولري، چې واک ته د رسيدو لپاره د خلکو رايې،انتخابات باور او محبوبيت ته ضرورت دی .دوهم:چې د خلکو سياسي پوهه او هوښيارې لوړه وي او دا درک کړاى شي، چې واک د دوى د خدمت او د انساني ژوند د شرايطو د ښه والي لپاره دى، نه د دې لپاره چې کوم زورور ته يې بخشش کړي يا يې په زوره غصب کړي.درېيم: دا چې تر واک ته رسېدو وروسته پر حکومت ولسي نظارت دومره پياوړى وي، چې د نااهله وګړي پخپله د واک ګدۍ پرېږدي او وړ کسان راوړندې شي.او یو مناسب او مضبوط حکومت جوړ کړي،

اوسني حالتو ته تاسو نظر واچوي، نو دلته چې کوم اشخاص د واک په ګدى ناست دي، نو دا هم د زور، جګړي او د ډالرو په واسطه ناست دي، نه ورسره د خلکو رضايت شته، نه د خلکو رايي، نه خلکو باور او محبوبيت شته. يوازي د زور او دالرو په واسطه راغلي.بله خوا طالبان د جګړې په واسطه کوشش کوي، چې واک ته ورسېږي، خو هيڅ وخت د جګړي د لاري واک ته نشي رسيدلي، ترڅو د سولي لاره خپله نه کړي خپل هدف ته نشي رسيدي.


دلته خلک لا نه پوهېږي، چې د حکومتونو مسوليت څه دى؟ د واک په اړه تصور خورا زوړ دى. خلک فکر کوي، چې همدا بس دى، چې يو څوک يې پاچا وي او دي ته خوشحاله وي. دلته لاهم د واک لپاره يو څوک مستحق ګڼل کيږي، نه وړ.وړتيا او استعداد بيل څيزونه دي. کېداى شي، د ځينو له نظره دهغوى د پوځي ډلې مشر د دې مستحق وي، چې ښه جګړه يې کړې ده، خو خلک بايد استلال وکړي، چې حکومتي واک د جګړې کولو ځاى نه دى. افغانان لاهم فکر کوي، چې فلانى د زمري په څېر زړور دى او بايد پاچا يا مشر شي، بي ادبي دي مغاف هغه به شين خر وي هيڅ سواد به نه لري او دوى به ورته خوشحاله وي. چې دا زمونږ مشر دي.
خو په پرمختللو ټولنو کې د زمري پرځاى په هوښيارو بنيادمانو پسي ګرځي.

لنډه يې دا چې تر اوسه واک ته د رسيدو لپاره، جګړه د سياسي سيالانو يوه اړتيا وه، خو که د خلکو د لوړ شعور په پايله کې سوله، کفايت، پوهه، ژمنه، پاکلاسي، پياوړې اراده، طرحې او سياسي فکر او عمل د واک ته رسېدو لپاره په اړتياوو بدل شول، سوله پخپله راځي.

دولت او ظالبان باید دواړه طرفونه د سولې لپاره یو موټۍ شي ترڅو افغانستان کې دایمي سولې ته لاره هواره شي. او سیاسیون هم باید دواک ته د رسېدو پر ځاۍ سولې ته ډېر اهمیت ورکړي ځکه که سوله وي نو واک به هم وي او که سولې نه وي نو د واک ته رسېدو کې به هم ستونزې وي تر اوسه پورې چې افغانستان کې یو حکومت بل حکومت ته دولت سپارلۍ نو ډېرې ستونزې به مخې ته راتلې او واک به په سختې انتقالېده اوږس وخت د دې رارسېدلۍ چې سیاسیون یو ځاۍ شي او په چوکیو پسې ونه ګرزي او سولې ته کار وکړي

بحث کې برخه واخلئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.