Uncategorized

سویډن کمېټه نور په افغانستان کې فعالیت نه کوي

سویډن کمېټې خبرداری ورکړ چې د طالبانو د فشارونو له امله نور په افغانستان کې فعالیت نه کوي

له دې وړاندې د دبلیو ایف پي په څېر نورو نړیوالو مرستندویه بنسټونو هم خبر ورکړی و چې طالبان یې په کارونو او د مرستو په وېش کې نېغ په نېغه مداخله کوي، خو طالبانو بیا د یادونو بنسټونو دغه ادعاوې رد کړي دي.

تازه د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې د طالبانو له خوا د فشارونو د زیاتېدو او د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب له امله د جمعې په ورځ د (کب ۲۵ مه) په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.

دغه مرستندویه اداره وايي، په سټاکُولم کې د قران کریم د سوځولو له پېښې وروسته د طالبانو تر فشارونو لاندې وه.

سویډن کمېټه او د کارکوونکو خوندیتوب یې

د سوېډن کمیټې عمومي رییس اندریاس استفانسون له سوېډن راډیو سره په مرکه کې په افغانستان کې د دې ادارې د فعالیتونو د ځنډولو خبر ورکړ.

هغه زیاته کړه، چې دغه پرېکړه د طالبانو په غوښتنه او د دغې کمېټې د کارکوونکو د خوندیتوب په پام کې نیولو سره شوې ده.

نور ولولئ: سیګار: امریکا د طالبانو په حاکمیت کې له افغانانو سره ۳۰۰ میلیون ډالر بشري مرسته کړې

نور ولولئ:  سیګار وايي، طالبان د بشري مرستو رسونې ادارو کې مداخله کوي

نور ولولئ:  سیګار وايي، په انجیوګانو کې پر ښځو د طالبانو بندیز د نجونو لومړنۍ زده کړې اغېزمنې کړي

اندرياس استفانسون وويل: « هغه کار او فعالیتونه، چې جواز ونه لري ښایي له ځان سره ډېر ګواښونه ولري.»

sca
په افغانستان کې د سویډن کمېټې مسؤل

هغه زیاته کړه: «په استکُهلم کې د قران کریم له سوځولو راهیسې د سوېډن کمیټې په څو ځایونو په ځانګړو سیمه ییزو مرستو سره خپلو کارونو ته دوام ورکړی؛ خو اوس د طالبانو له خوا قوي پیغامونه ترلاسه شوي دي.»

د همکارو مؤسسو پر مټ همکاریو ته دوام ورکول

د افغانستان لپاره د سوېډن کمیټې مشر وویل، هیله لري چې دغه بنسټ په افغانستان کې د همکارو موسسو له لارې خپلو ځینو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

طالبانو د چنګاښ په میاشت کې اعلان وکړ، چې تر څو د سوېډن حکومت په استکُهلم کې د قرآن کریم د سوځولو له امله له مسلمانانو بښنه ونه غواړي د دغه هېواد ټول فعالیتونه به په افغانستان کې ودروي.

د طالبانو له دې پرېکړې او فشارونو وروسته د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې یوه اوونۍ وروسته اعلان وکړ، چې په موقت ډول به په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمیټه له څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې په دغه هېواد کې کار کوي.

د یادونې وړ ده چې طالبان د مرستندویه بنسټونو په کارونو کې هم نېغ په نېغه مداخله کوي او اکثره وخت د مرستو په وېش کې پر مؤسساتو خپل جنګالي مني او مرستې ورته اخلي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button