نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

سي ای اې وايي، روسیه د ایران په همکارۍ د ډرون الوتکو کارخانه جوړوي‌

د امریکا استخباراتو ویلي چې روسیه د ایران په همکارۍ د بې پیلوټه ډرون الوتکو کارخانه جوړوي

سي‌اېن‌اېن خبري شبکې د امریکا د استخباراتي چارواکو په حواله ویلي چې روسیه دغه کارخونه د ایران په همکارۍ جوړوي او دا چې د رغېدو چارې یې ښايي د راتلونکي زیږدیز کال په لومړیو کې بشپړې شي.

په دغو استخباراتي مالوماتو کې راغلي چې د دې کارخانې په جوړیدو سره به روسیې ته د اوکرایین جګړې لپاره د ډرون الوتکو یوه ستره زېرمه په لاس ورشي.

د کارخونې د سیمې انځورونه پر سپوږمکۍ اخیستل شوي

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي تېره میاشت د سپوږمکیو په وسیله د اخیستل شویو تصویرونو په استناد ویلي وو چې دغه کارخونه د روسیې په ځانګړې اقتصادي سیمه “الابوګا” کې جوړېږي.

هغه زیاته کړې وه چې مسکو له تهرانه اړین مالوماتو او تجهیزات ترلاسه کوي.‌

نور ولولئ: ایران د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

د رپوټونو پر بنسټ ایران وار له مخه روسیې ته سلګونه چاودیدونکي ډرونونه او همدا راز د دغو الوتکو اړوند تجهیزات ورکړي دي.

د امریکا پوځي شنونکي وايي‌ ایران پرله پسې د خزر سیند له لارې روسیې ته د توپ مرمۍ، بې پیلوټه الوتکې او نور تجهیزات استوي.‌

دوی زیاتوي چې د دغو تجهیزاتو د لېږد لپاره داسې بېړۍ کارول کېږي چې پټ تګ راتګ کوي او یا یې د څارل کېدو سیستم غیر فعال وي.‌

روسیې ته د ایران ورکړو ډرون ډولونه

د دغو شنونکو په باور ایران تر دې دمه روسیې ته له ۴۰۰ ډېر شاهد ۱۳۱ او ۱۳۶ او همدا راز د مهاجر په نوم ډرونونه ورکړي، خو روسیې نږدې دا ټول ډرونونه د اوکرایین جګړه کې کارولي.

امریکا وايي د هغو بې پیلوټه الوتکو بېلابېلې بېلګې یې څېړلې چې روسیه ترې د اوکرایین جګړه کې ګټه اخلي او دا چې د دغو ډرونونو د ایراني والي له شواهدو انکار نشي کېدای.‌

د سي‌اېن‌اېن په وینا د امریکا استخباراتي چارواکو خبریالانو ته د ایران د شاهد ۱۰۱ ډرون ځینې ټوټې هم ورښودلي چې په عراق کې لوېدلې ده.‌

نور ولولئ: امریکا روسیه ته د افغانستان پرسرخبردارۍ ورکړۍ

د دوی په وینا ایران ښايي وغواړي چې روسیې ته دا ډول ډرونونه هم واستوي ځکه وزن یې کم دی او په اسانه لېږدول کېدای شي.

د روسي ځواکونو لخوا د اوکرایین په جګړه کې د ایراني ډرونونو کارېدل د دې لامل شوي، چې امریکا، بریتانیا او اروپايي ټولنه پر تهران نور بندیزونه ولګوي.

په دغو بندیزونو کې تر ډېره د ایران د پوځي صنعت سکتور او د پوځي ډرونونو په څېر د وسلو جوړولو اړوند شرکتونه په نښه شوي‌ دي. پر دې سربېره ایران د اوکراین په جګړه کې ځان بې‌طرفه بولي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button