اقتصاد او سوداګري

سږکال کندوزکې د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي

سږکال کندوزکې د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي سږ کال د افغانستان له ډیرو ولایتونو هلته د سویو حاصلاتو له عایدو خوښي ښودل کیږي د کندوز د کرنې برخې مسؤلین وايي د دې ولایت د بادامو حاصلاتو ښه پایلې ښودلې دي. او سږ کال ډېر شوي دي.

ددغه ولایت د زراعت سکتور مسولین وايي د بسته کیدو مرکزونه او د اوبو ښه ورکړې مناسبي هوا په مټ سږ کال د بادامو حاصلاتو کې  ډیروالی ترڅو سترګو کیږي او بڼوال يې زیات خوشحاله ديبڼ په دې خوشحاله دي چې  حاصلات يې زیاست سوي  خو دې ته بیرته اندېښمن دي چې د خپلو حاصلاتو لپاره به وړ مارکیټ څنګه پیدا کوي او د تولیداتو قمیت يې ډیر ټیټ دید دې ولایت د کرنې رییس عبد الحمید نافذ وویل چې  تیر کلونه کروندګر د وچې مېوې له بازاره او حاصلاتو ناخوښه وو خو سږ کال کوم شکایت نه کوي

د ده په خبره ۵،۳ سلنه زیاتوالی د د بادامو حاصلاتو کې راغلی او کندوز ولایت کې نژدې ۶ زره هکتاره ځمکه بادامو نیولې دهبل لورته دکندوز باغداران بیا په داسې حال کې چې له خپلو حاصلاتو خوښ بریښي، خو په بازارونو کې دبادامو له ټیټې بیې څخه اندېښمن دي، دوۍ وايي چارواکي دې هڅه وکړي ترڅو ددوۍ پرتې ستونزې حل کړي.

په افغانستان کې د زابل او کندوز بادام په نړیواله کچه شهرت لري او د دې ولایتونو دا تولیدات اوس د لندن ترڅنګ په هند او یو شمېر اسیايي هېوادونو کې پیدا کیږیافغان دولت وايي د هوايي دهلیزونو او بندرونو له لار غواړي افغان صاداراتو او وارداتو لپاره کار کوي خو تراوسه پوري د افغان کروندګرو وچې او لندې  میوې د حاصلاتو په وخت کې د اوبو په بیه پلورل کیږي اما دورمره څو نسته چې ورته د مارکیټ او بازار موندنې په برخه کې کار وکړي

سږکال کندوزکې د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي

افغان کروندګر تل دې ته اندېښمن وي چې څنګه خپل تولیدات په ښه بیه خرڅ کړي.او غواړي په اینده کې د دې زراعت سکتورر ته نوره هم وده ورکړي تر څو په اینده کې ښه اقتصاد ولري او ملک ېې وده وکړي تر څو افغانستان د نورو ملکونو د احتیاج نه وساتل شي او په ځان بسیا هېواد ولري ځکه افغانستان په زراعت سکتور کې پرمختللی هېواد دی. او کولی شي دې سکتور کې نورې لاسته راوړنې هم ولري.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button